د زهرې آرکسټر د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستتیوت یوه برخه ده او د لومړي ځل لپاره اسټرالیا ته خپل هنري سفر ترسره کوي.
د زهرې آرکسټر ټولو غړو د موسیقۍ په برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي او له تېرو څو کلونو راهیسې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کوي. ټاکل شوې ترڅو د زهرې ارکسټر د لومړي ځل لپاره د اسټرالیا سیډني او ملبورن ښارونو ته هنري سفر ترسره کړي.
د اس بي اس راډیو خبریال، مجیب منیب په اسټرالیا کې د افغانستان د سفارت له مرستیال ښاغلي عتیق ذکي سره د زهرې آرکسټر د سفر په اړه مرکه ترسره کړې،
مهرباني وکړئ مرکه واورئ، ترڅو اسټرالیا ته د زهرې ارکسټر د سفر په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.





