د ژمي په موسم کې د زکام په پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راځي. دا چې زکام څه دول ناروغي ده او تاسو څنګه کولی شئ په دغه ناروغۍ له اخته کېدو مخنیوی وکړئ، په همدې اړه مو په کوینزلنډ کې له مېشت افغان ډاکټر عطاالله شینواري سره مرکه ترسره کړې ده. مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.
په مرکې کې د لاندې پوښتنو ځوابونه اورېدلی شئ:
- زکام څه ډول ناروغي ده؟
- ولې خلک د کال د نورو فصلونو په پرتله په ژمي کې ډېر په دغه ناروغۍ اخته کېږي؟
- ولې ځینې خلک ژر ژر زکام کېږي؟ ایا د وینې ګروپ کوم رول لري؟
- څنګه کولی شو په دغه ناروغۍ له اخته کېدو مخنیوی وکړو؟
- څه وخت په زکام اخته کس ډاکټر ته مراجعه کولی شي؟
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.
شریکول




