د جمهوریت له سقوط وروسته، د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو زیات شمېر لوبغاړې آسټرالیا ته راوستل شوي دي.
د جولای میاشتې په لومړیو کې د افغانستان د ښځینه کرېکټ ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د کرېکټ له نړیوالې شورا (ای سي سي) څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې په جوړېدو کې مرسته وکړي.
د ښځینه لوبغاړو غوښتنه دا وه چې ښځینه لوبډله په آسټرالیا کې جوړه شي او د افغانستان په نوم لوبې ترسره کړي. مګر د کرېکټ نړیوالې شورا تر دې دمه په رسمي ډول دغه لیک ته ځواب ندی ویلي.
اس بي اس پښتو د افغانستان د ښځینه کرېکټ لوبډلې له پخوانۍ لوبغاړې حلیمې نوري سره د همدغې موضوع په اړه مرکه ترسره کړې. تاسو کولی شئ لا ډېر معلومات په ترسره شوې مرکې کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږله ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زموږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



