افغان کډوالو لپاره د اسټراليا بشري ويزو پروګرام تازه معلومات

People head towards a flight during an evacuation at Hamid Karzai International Airport, Kabul, Afghanistan, 24 August 2021.

People head towards a flight during an evacuation at Hamid Karzai International Airport, Kabul, Afghanistan, 24 August 2021. Source: US Marine Corps via DVIDS

افغانانو لپاره د اسټراليا بشري ويزو پروګرام په اړه تازه جزيات واورئ.


د اسټراليا حکومت د افغانستان بشري ناورين او کډوالۍ ته په ځواب کې افغان کډوالو لپاره د ۳۱۵۰۰ اسټراليايي ويزو اعلان وکړ چې دا ويزې به راتلونکو څلورو کلونو کې افغانانو ته ورکړي ترڅو اسټراليا کې ميشت شي.

د اسټراليا حکومت افغان کډوالو لپاره د ۳۱۵۰۰ استراليايي ويزو کې ۵۰۰۰ ويزې هغو کورنيو ته ورکول کيږي کوم چې لا دمخه اسټراليا کې غړي لري او اصل کې د کورنيو يوځای کيدو لپاره دا ويزې ځانګړې شوي.

کورنيو غړو راغوښتلو سر بيره د اسټراليا ۲۶۵۰۰ بشري ويزو لپاره تر اوسه  ۴۴۳۲۰ غوښتنليکونه ورکړل شوي.

د اسټراليا حکومت تر اوسه ۲۰۴۴۸ غوښتنليکونه پروسس کړي ولې دا پدې معنی نده چې يادو غوښتنليکونو ته ويزې وکړل شوي بلکې دا غوښتنليکونه يوازې کتل شوي او طی مراحل شوي.

د اسټراليا مهاجرت وزارت اس بي اس پښتو ته په يو استول شوي بيان کې ويلي، له ۲۰۱۳ کال راهيسې يې ۱۶۵۰۰ افغانانو ته د اسټراليا بشري ويزې ورکړي.

داچې د اسټراليا بشري ويزو تازه حال څه دی او ويزو ورکړې برخه کې چا ته لومړيتوب ورکول کيږي، له حقوقي چارو کار پوه او وکيل ډاکټر نظير داور سره مرکه شوې، بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now