افغان ولسوال اسټراليا کې د پناه غوښتنه کړې

Lutfullah Babakarkhel, former district governor in Afghanistan.

Source: Supplied

اسټراليا کې د نوي رپوټ له مخه شاوخوا ۳۰،۰۰۰ کډوال او پناه غوښتونکي له نا معلوم حالت سره ژوند تيروي.


افغان ولسوال لطف الله بابکرخيل چې نهه کاله يې د افغانستان خوست ولايت کې ولسوال په توګه دنده ترسره کړې دا مهال استراليا کې د کډوال په توګه له نا معلوم حالت سره ژوند کوي.

ښاغلي له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل" پر ما څو وارې ځانمرګي بريدونه شوی او هم د ولسوالی دفتر له ډله ايزو بريدونو سره مخ شوی نو ځکه مې له کورنۍ سره له افغانستان څخه ووتلم."

ښاغلی بابکرخيل په کال ۲۰۱۳ کې اسټراليا ته راغلی.

پخوانی افغان چارواکی د اوبو له لارې اسټراليا ته پناه راوړه او رسيدو سره يې څلور کاله توقيف کې تير کړل.

اسټراليا کې د ايتلافي ګوند ۲۰۱۳ کال ټاکنو بريا او د نوي حکومت جوړيدو وروسته يې نوی قانون وړاندې کړ د کوم له مخه چې که هر پناه غوښتونکی د کښتی له لارې په غير قانوني ډول د ۲۰۱۲ کال اګيسټ څخه وروسته راغلی وي هغه اسټراليا کې نه ميشت کيږي او نه هم ورته دايمي ويزه ورکول کيږي.

د حکومت لدې اعلان وروسته زرګونه پناه غوښتونکي له نا معلوم حالت سره مخ شول چې له هغو څخه يو يې افغان چارواکی ښاغلی لطف الله بابکرخيل دی.

ښاغلی بابکرخيل دا مهال اسټراليا کې په لنډمهاله ويزه ژوند کوي او د نوموړي په وينا افغان او بهرنيو چارواکو ده ته ورپيښ خطر برخه کې ځانګړی پام ندی کړی.

نوموړی د کډوالو توقيف ځای څخه څلور کاله وروسته خوشې شو او ورته لنډمهاله ويزه ورکړه شوه.

اسټراليا کې کډوال او پناه غوښتونکي له لنډماله ويزې سره خپل کورنۍ اسټراليا ته نشي راوستلی او نه هم له اسټراليا څخه بهر سفر کولی شي.

پخواني افغان چارواکي له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کړې، بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service