د افغانستان په ځېنو ولایتونو کې د افغان حکومت ترڅنګ وسله وال طالبان هم والیان لري خو په ورستیو څو ورځو کې ډاکټر عبدالله عبدالله هم د یو شمېر ولایتونو لپاره خپل والیان معرفي کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د ټاکنو یو شمېر نوماندانو اعلان شوې پایلې رد کړې خو ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنو د پایلو د منلو ترڅنګ د موازي حکومت د جوړولو اعلان هم وکړ او د ځینو ولایتونو لپاره یې د لوړې له مراسمو مخکې والیان هم اعلان کړل.
په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ په داسې حال کې رامنځ ته شوی چې ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي او تر هغې وروسته طالبان د افغان ولس له استازو سره مخامخ خبرې وکړي.
دا چې په افغانستان روان سیاسي حالت څومره د اندیښنې وړ دی او روان کړکېچ ته څرنګه د پای ټکی کېښودل کېدای شي، په همدې اړه مو د ولسي جرګې له پخواني غړي ښاغلي معین مرستیال سره مرکه ترسره کړې. تاسو کولای شئ ، مرکه دلته واورئ.





