د طالبانو حکومت له چین سره د افغانستان د یوه نښلونکي سړک د جوړولو خبر ورکړی

WhatsApp Image 2024-01-19 at 8.05.13 PM.jpeg

Credit: Facebook / Ministry of Public Works - Afghanistan

د افغانستان د وروستیو پېښو په اړه معلومات دلته اورېدلی شئ.


مهم خبرونه:
  • افغانستان کې د طالبانو حکومت له کتاب پلورنځیو او خپروندویه ټولنو د لسګونه زره کتابونو د ټولو لړۍ پیل کړې.
  • د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د برخې لپاره شېن مکډرمټ د روزونکي په توګه وټاکه.
  • د طالبانو حکومت له چین سره د افغانستان د یوه نښلونکي سړک د جوړولو خبر ورکړی.
  • د طالبانو مشرتابه ملاهبت الله په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي.

افغانستان کې د طالبانو حکومت له کتاب پلورنځیو او خپروندویه ټولنو د لسګونه زره کتابونو د ټولو لړۍ پیل کړې.

د کابل ښار یو شمېر کتاب پلورونکو او د خپروندویه ټولنو څښتنانو له رسنیو سره په خبرو کې په دې اړه ویلي، د طالبانو حکومت د دوی کتاب پلورنځي پلټلې او شاوخوا ۵۰ زره کتابونو يې ترې ولاړې چې له امله ورته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

کتاب پلورنکو او د خپروندویه ټولنو څښتنانو ویلي، چې په وړل شویو کتابونو کې تر ډېره تاریخې، سیاسي ، دیني او د افغانستان د شخصیتونو په اړه لیکل شوې کتابونه شامل دي.

دوی دا هم ویلي. چې د طالبانو استخباراتي کسانو له لوري ورته د لسګونو کتابونو یو لېست هم ورته سپارلی شوی چې په وینا يې په هغه کې ترې په کلکه غوښتل شوي چې ددغو کتابونو له پلور څخه ډډه وکړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې د برخې لپاره شېن مکډرمټ د روزونکي په توګه وټاکه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې له لارې وویل، ښاغلي مکډرمټ به د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبلړۍ پرمهال خپل دنده له ملي لوبډلې سره پیل کړي.

د افغانستان کرېکټ بورد داسې مهال د ملي لوبډلې د ډګر ساتنې لپاره نوی کس ګماري چې تازه دوه ورځې وړاندې افغانستان له هند سره د دریو شل اوریزو لوبو لوبلړۍ ترسره کړه چې هندي لوبډلې په درې واړو لوبو کې بری خپل کړ.

د طالبانو حکومت له چین سره د افغانستان د یوه نښلونکي سړک د جوړولو خبر ورکړی.

د بدخشان لپاره د طالبانو والي محمد ایوب خالد دغه خبره د طالبانو حکومت ته نږدې حریت راډیو سره په مرکه کې وکړه او ويې ویل، چې د یاد ولایت د واخان ولسوالۍ لاره به د یوې اوونۍ په ترڅ کې په رسمي ډول له چین سره وصل شي.

هغه وویل، چې د ورېښم لارې په نوم ددغه سړک د جوړلو چارې شاوخوا پنځه مېاشتې وړاندې پیل شوې وې.

ورته وخت کې اقتصادي کارپوهان بیا په دې باور دي چې له چین سره د افغانستان نښلول د سوداګرۍ د ودې لپاره مهم دی چې په دې سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګریزې اړیکې لوړې کچې ته ورسیږي.

د چین حکومت تر اوسه بیا له افغانستان سره ددغې لارې د پرانیستلو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو مشرتابه ملاهبت الله په خپلو تازه څرګندونو کې ادعا کړې، چې افغانستان کې د ښځو حقونه په بشپړه توګه خوندي دي.

د طالبانو مشرتابه ته منسوب غږیږ پیغام کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی راغلي ول چې نوموړي دغه خبره کندهار کې د دیني عالمانو یو غونډې ته په وینا کې کړې.

ملا هبت الله ته منسوب دې غږیږ پیغام کې دا هم ویل شوي ول، چې د ښځو د حقونو په برخه کې يې یوشپږ ماده ییز فرمان هم صادر کړی دی.

ورته وخت کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې بیا د طالبانو د مشرتابه دغو څرګندونو ته په غبرګون کې وايي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د ښځو د بشري حقونو وضعیت د پام وړ تر پښو لاندې شوی او د طالبانو د مشر په ګډون د نورو طالب چارواکو دغه ادعاوې له حقیقت لرې بولي چې د دوی په واکمنۍ کې ښځو ته د هغوي حقوق ورکړل شوې دي.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now