د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې راغلي چې په ټوله نړۍ کې له هرو ۷۸ کسانو څخه یو کس په جبري توګه بې ځایه شوی دی.
د ۲۰۲۱ کال په پای کې د جګړې، تاوتریخوالي، تعذیب او د بشري حقونو د سرغړونو له امله د بې ځایه شویو کسانو شمېر ۸۹ میلیونو کسانو ته رسېده. مګر د روان کال په پیل کې د روسیې لخوا په اوکراین برید دغه شمېرې له ۱۰۰ میلیونو څخه پورته کړي دي.
په بنکاک ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ ویاند بابر بلوچ (بلوڅ) وايي، دغه رپوټ ښيي چې د بې ځایه شویو کسانو شمېر په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ۱۰۰ میلیونو کسانو څخه پورته شوی.
"هغه خلک چې جبري بې ځایه شوي د خپل کورونو او هېوادنو څخه، ۱۰ کاله مخکې دا تعداد ۴۰ میلیونه وه، نو په ۱۰ کاله کې دا یواځې نه چې ډبل شوی ده بلکې له ۱۰۰ میلیونه څخه زیات شوی هم دی."
نوموړی وايي چې په روان کال کې ۱۶ میلیونه کسان د اوکراین د جګړې له امله هم بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې ترټولو زیات خلک له سوریې، ونزوئلا، افغانستان، جنوبی سودان او برما څخه بې ځایه شوي وه.د ملګرو ملتونو په تازه رپوت کې راغلي چې ډیری بې ځایه شوي خلک ترکیې، کولمبیا، یوګاندا، پاکستان او جرمني ته ګډه شوي دي.
۳.۸ ملیونه ترکیې، ۱.۸ میلیونه کولمبیا، ۱.۵ میلیونه یوګاندا، ۱.۵ میلیونه پاکستان او ۱.۳ میلیونه بې ځایه شوي کسان جرمنی ته تللی دي.
ډیری بې ځایه شوي خلک، ګاونډیو هېوادونو ته تللي، په داسې حال کې چې د بې ځایه شویو خلکو ګاونډي هېوادونه په خپله ښه اقتصاد نلري.
راپور موندلې چې ډیری کډوال هیله لري ترڅو د ژوند لپاره مناسب ځای ولري او بیرته خپلو کورونو ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د وروستي رپوټ په اړه لا ډېر جزیات له بابر بلوچ سره په ترسره شوې مرکې کې اوریدلی شئ.




