په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه پراخ شویدي

Iran protest - London

People taking part in a protest in Whitehall, central London, to show solidarity with the protests in Iran. Picture date: Sunday January 11, 2026.. Photo credit should read: Ben Bauer/PA Wire Credit: Ben Bauer/PA

په ایران کې د حکومت ضد لاریونونه اوس دریمې اوونۍ ته داخل شوي دي. د بشري حقونو یوه ډله وايي، د لاریونونو له پیل راهیسې تر اوسه له ۴۹۰ څخه ډېر لاریون کوونکي او ۴۸ امنیتي پرسونل وژل شوي دي. ایراني چارواکو ویلي، د لاریون کوونکو پر وړاندې به خپل غبرګون لا سخت کړي، او متحده ایالات او اسراییل یې تورن کړي چې هڅه کوي دا ناکراري پراخه کړي.


د ایران په بېلابېلو ښارونو کې اعتراضونه څوارلسمې ورځې ته غځېږي؛د ایران د پرځول شوي پخواني شاه زوی چې اوس په امریکا کې مېشت دی، وايي چمتو دی بېرته ایران ته ستون شي او د ډیموکراتیک حکومت پر لور د یوه انتقالي بهیرمشري وکړي.
رضا پهلوي په وروستیو کې د پرلت او اعتراضونو پراخ ملاتړ کړی دی ، او ویل کېږي ځینو لاریون کوونکو د (شاه دې ژوندی وي) شعارونه هم ورکړي دي.
ښاغلي پهلوي فاکس نیوز ته ویلي: دی د مشرتابه لپاره لېوال دی؛ خو ټینګار کوي چې باید د دې لپاره یو روښانه او عملي پلان موجود وي تر څو د یوه عملي انتقال شرایط په ډاګه کړي.
په امریکا کې مېشت د حقونو یوه ډله Human Rights Activists News Agency وایی دوی د ۴۹۰ اعتراض کوونکو او ۴۸ امنیتي پرسونل د وژل کېدو پېښې تأیید کړې دي، او زیاتوي چې تر اوسه له ۱۰,۶۰۰ څخه ډېر کسان نیول شوي دي.
همداسې نیمه رسمي خبري اژانس تسنیم (Tasnim) وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د لاریونونو پر مهال ۱۰۹ امنیتي پرسونل وژل شوي دي.
بلخوا د ایران چارواکي هڅه کوي د هغو اعتراضونو ترمنځ توپیر وکړي چې د دوی په وینا د هېواد د خراب اقتصادي وضعیت له امله قانوني او مشروع دي، او د هغو کسانو ترمنځ چې دوی ادعا کوي چې بلواګر دي د دوی په وینا دا هغه کسان دي چې د امریکا او اسراییلو له خوا یې ملاتړ کېږي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعتراض کوونکو ملاتړکړی او ویلي یې دي چې امریکا د مرستې لپاره چمتو ده.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان بیا امریکا او اسراییل تورن کړي چې غواړي دا ګډوډی نوره هم شدیده او پراخه کړي.

نوموړي ویلي، باید بلواګرو ته اجازه ور نه کړل شي چې د ټولنې نظم ګډوډ کړي.

همداسې د ایران څخه بهر د امریکا او اروپا په بیلابیلو ښارونو کې ددې پرلت په پلوي مظاهرې ترسره شوې دي.

د دوو زرو شاوخواکې خلک په لندن کې د ایران د وروستي پرلت په پلوي سرکونو ته راوتلي وو.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service