ایا افغانستان کې نوې سیاسې لوبه پیلېدونکې ده؟

Untitled design.png

افغانستان ته د امریکا او پاکستاني پلاوو یو بل پسې راتګ، د طالبانو له بنده د امریکايي بندي خوشي کېدل او له هغه وروسته د طالبانو د لوړ پوړو چارواکو په سر د لګېدلې جایزې لغوه کول هغه پوښتنې دي چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي وضعیت په اړه يې نوې هېلې راټوکولې دي.


  د اس بي اس پښتو راپورونه او مرکې دلته اورېدلی شئ.

افغانستان ته د امریکا او پاکستاني پلاوو یو بل پسې راتګ، د طالبانو له بنده د امریکايي بندي خوشي کېدل، او له هغه وروسته د طالبانو د لوړو پوړو چارواکو په سر د لګېدلې جایزې لغوه هغه پوښتنې دي چې د افغانستان د راتلونکي سیاسي وضعیت په اړه يې نوې هېلې راټوکولې دي.

د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته څو ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره د امریکا متحده ایالاتو یو لوړ پوړی پلاوی چې د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد يې ملتیا کوله کابل ته راغلل او د یوه امریکايي وګړي په خوشي کولو سره چې له دوو کلونو راپدیخوا د طالبانو په بند کې وه ډګ لاس بېرته لاړل.

له دې پېښې دوه ورځې وروسته د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي هم له کابل څخه لېدنه وکړه او له طالب چارواکو سره يې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې درلودې.
د طالبانو له لوري د بندي امریکايي له خوشي کېدو وروسته متحده ایالاتو په یوه تازه او بې سارې اقدام کې بیا د طالبانو په درېیو لوړ پوړو چارواکو چې د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم پکې شامل دی اعلان شوې جایزې لغو کړلې.

د کابل او واشنګټن ترمنځ وروستیو بدلونونو اوس داسې پوښتنې راولاړې کړي چې ایا افغانستان کې نوې سیاسې لوبه پیلېدونکې ده؟

هغه څه چې د چارو شنونکي يې په اړه بېلابېل لید لوري لري. مهرباني وکړئ په دې اړه مهم معلومات په رپوټ کې واورئ.
مهرباني وکړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service