شفيق الله ضيايي د کوويډ-۱۹ واکسين ترلاسه کړی او خپل تجربه شريکوي

Covid-19 Vaccine Side Effects

Covid-19 Vaccine Side Effects Source: Getty Images

د کرونا ويروس وبا چې ټوله نړۍ يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړې ځينو هيوادونو کې پر عامو خلکو د ياد ويروس پر وړاندې واکسين کولو لړۍ پيل شوې.


ايا د کرونا ويروس واکسين خوندي دی؟

آيا د کرونا ويروس واکسين ناروغي پيدا کوي؟

آيا د کرونا ويروس واکسين جانبي عوارض لري؟

د کرونا ويروس واکسين څنګه تطبيق کيږي؟

ددي پوښتنو ځواب مرکه کې موندلی شئ.


 د کرونا ويروس واکسين تطبيق چارې په يو شمير هيوادونو کې پر مخ اچول شوي.

د کوويډ-۱۹ واکسين چارو تطبيق هيوادونو کې توپير کوي، ځيني دا مهال عام خلک واکسين کوي، ځيني ضروري کار کوونکي او بيا ځينو کې لا دا چارې پيل شوي ندي.

امريکا کې ميشت شفيق الله ضيايي چې د روغتيا برخې کار کوونکی دی نوموړي د کوويډ-۱۹ واکسين دواړه ډوزه اخيستي او خپل تجربه يې له اس بي اس پښتو خپرونې سره شريکه کړې.

د ښاغلي په وينا، لکه څنګه چې ټولنيزو شبکو کې د ياد واکسين په اړه ناسمې څرګندونې کيږي نوموړي داسې هيڅ منفي عوارض ندي ليدلي.
Shafiqullah Ziai
Source: Supplied
اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو دوران کې ښاغلي ضيايي وويل، د ياد واکسين ترلاسه کول ډير عادي شکل سره ترسره کيږي او يوازې څو دقيقې وخت نيسي ترڅو تاسې واکسين شئ.

اسټراليا کې د کوويډ-۱۹ واکسين لا تر اوسه پر عامو خلکو ندی تطبيق شوی او حکومت پلان لري ترڅو د روان کال اوکتوبر مياشت پورې ټول اسټراليايان لږ تر لږه يو ډوز د واکسين ترلاسه کړي.

دا نورې ډيرې پوښتنې مو له ښاغلي ضيايي سره مطرح کړي چې دا ټول په بشپړه مرکه کې اوريدلی شئ. 

 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service