Fardin Waezi@UNAMA Source: Fardin Waezi@UNAMAد پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب د پراختیا او د درسي کتابونو د تالیف عمومي ريئس وايي، چې اوسنی تعليمي نصاب له ځينو ستونزو سره مخ دی او په ټول هيواد کې د تعليمي نصاب د بدلون لپاره هڅې پيل شوې دي.عبدالظاهر ګلستاني وايي، چې تعليمي کتابونه بايد همېشه تغير وکړي او د د ټولني او وخت او زمان پوښتنو ته ځواب ويوونکی شي، چې اوس د پوهنې وزارت په دغه برخه کې پراخې هلې ځلې پيل کړې دي.د ګلستاني د معلوماتو له مخې د يو شمېر معيارونو په پام کې نيولو سره يې د هيواد په کچه د ښوونکو، ديني عالمانو، نظر خاوندانو او پوهانو ورکشاپونه پيل کړي، چې د يو ځواب ويوونکي معياري تعليمي نصاب لپاره واحده ملي طرحه جوړه کړي.په ورته وخت کې يو شمېر ښوونکي او د ښوونځيو مسولين وايي، چې اوسنی تعلمي نصاب ډير لوړ معيار لري او د ځينو ښوونکو سويه دومره نه ده، چې ياد کتابونه تدريس کړي.يادې موضوع په اړه عبدالروف ځاځی رپوټ لري چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.
خپور شوی په
اپډیټ شوی په
By Abdul Rauf Zazai, Abdullah Alikhil
سرچینه: SBS
Skip to podcast episode contentShare this with family and friends
د پوهنې وزارت د ښوونيز نصاب د پراختیا او د درسي کتابونو د تالیف عمومي ريئس وايي، چې اوسنی تعليمي نصاب له ځينو ستونزو سره مخ دی او په ټول هيواد کې د تعليمي نصاب د بدلون لپاره هڅې پيل شوې دي.عبدالظاهر ګلستاني وايي، چې تعليمي کتابونه بايد همېشه تغير وکړي او د د ټولني او وخت او زمان پوښتنو ته ځواب ويوونکی شي، چې اوس د پوهنې وزارت په دغه برخه کې پراخې هلې ځلې پيل کړې دي.د ګلستاني د معلوماتو له مخې د يو شمېر معيارونو په پام کې نيولو سره يې د هيواد په کچه د ښوونکو، ديني عالمانو، نظر خاوندانو او پوهانو ورکشاپونه پيل کړي، چې د يو ځواب ويوونکي معياري تعليمي نصاب لپاره واحده ملي طرحه جوړه کړي.په ورته وخت کې يو شمېر ښوونکي او د ښوونځيو مسولين وايي، چې اوسنی تعلمي نصاب ډير لوړ معيار لري او د ځينو ښوونکو سويه دومره نه ده، چې ياد کتابونه تدريس کړي.يادې موضوع په اړه عبدالروف ځاځی رپوټ لري چې تاسې يې دلته اوريدلی شئ.