د معصوم ستانکزي له استعفا وروسته، احمد ضیا سراج د افغانستان د ملي امنیت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
د معصوم ستانکزي له استعفا وروسته احمد ضیا سراج د ملي امنیت ریاست د سرپرست په توګه وټاکل شو. تېره ورځ د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت عمومي ریاست د سرپرست احمدضیا سراج د معرفي کولو په مراسمو کې ګډون کړی وو.
د ملي دفاع وزارت په تالار کې په دې مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې جمهوررئیس غني په پیل کې له افغان ځواکونه وستایل او له هغو څخه یې مننه یې وکړه. نوموړي افغان ځواکونو ته په خپلو خبرو کې ویلي چې د افغان ځواکونو اتلولي د ملت د سرلوړۍ لامل شوې.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان ځواکونو د ستاینې ترڅنګ د سولې په اړه هم خبرې کړي. ولسمشر غني ویلي چې د سولې پروسې ملکیت د افغانانو دی او د افغانستان سوله سمتي، قومي او ګوندي نه، بلکې د افغانستان د ټولو خلکو غوښتنه ده.

Source: Facebook/Arg
ولسمشر غني همدا راز ويلي، دا چې موږ د حقایقو په رڼا کې په عزت خبرې کوو، ددې معنی کمزوري نه ده، زموږ لاره واضح ده. موږ پایداره او باعزته سوله انتخاب کړې او بېرته پر شا نه ګرځو.
ولسمشر غني د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال دا هم ویلي چې د سولې مالکین، طرحه کوونکي او عملي کوونکي افغانان دي او نوموړی حاضر دی ترڅو د سولې لپاره هر ډول قرباني ورکړي خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د معاملې وړ نه دی او همداراز اساسي قانون او د دې هیواد د ښځو او نارینه وو اساسي حقوق د معاملې وړ نه دي.

Source: Office of the President of Afghanistan
په دې مراسمو کې د ملي امنیت ریاست نوي سرپرست احمد ضیا سراج په خپلو خبرو کې ویلي، د امنیتي ځواکونو په استازیتوب ژمنه کوي چې د هیواد د خلکو لپاره به هېڅ ډول هڅې دریغ نه کړي.