آيا د کريکټ بورډ نوی مشر وړ شخص دی؟
ACB Source: ACB
افغانستان کې له ډيرو ناخوالو او نا هيليو شتون سره د کريکټ لوبې او هم نورو لوبو افغانانو ته خوشحالي ورپه برخه کړې او تل له پام وړ لاسته راوړنو سره افغانانو ته خوښي هيلې ورپه برخه کوي.لوبو ډګر کې د افغانانو ښه ځليدل هغه څه دي چې نه يوزاې افغانستان کې دننه بلکې نړيوالو لپاره هم د افغانستان ښه او له هيلو ډک انځور وړاندې کړی.پدې وروستيو کې د افغانستان کريکټ بورډ او ځينو لوبغاړو ترمينځ ناندريو يو څه افغانان نا هيلي کړل او ارګ هم يادو ناندريو وروسته د افغانستان کريکټ بورډ مشر له دندې ګوښه او په ځای يې نوی مشر عاطف مشعل وټاکه.يادې ټاکنې هم له ځانسره بيلابيل نظرونه لرل، مونږ د کريکټ بورډ پخواني مشر ډاکټر حميد شينواري سره مرکه کړې او له هغه مو يادې ټاکنې په اړه پوښتي چې تاسې د ښاغلي بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.
شریکول


