آيا د سولې ولسي کاروان رول اغيزمن دی؟

People's Peace Movement

People's Peace Movement Source: People's Peace Movement

د سولې ولسي کاروان چې اوسمهال کونړ ته رسېدلی، د جګړې له ښکیلو غاړو د اوربند غوښتنه کوي.


د دغه کاروان غړي یې په کلیو، جوماتونو او ښوونځیو کې د سولې لپاره له خلکو، قومي سپين ‎ږیرو او ښوونکو سره ناستې لري.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې غړي د سولې په روانه پروسه کې د سولې د ولسي حرکت رول اغیزمن او هېله بخښوونکی ګڼي.

د سولې ولسي حرکت وروسته له هغه رامنځته شو چې په هلمند کې په یوه خونړۍ انتحاري حمله کې ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یاد حرکت غړي له هلمنده پلي کابل ته راغلل، د یو شمېر بهرنیو سفارتونو مخې ته‌ یې پرلت وواهه او له شااوخوا دوه میاشتو وروسته لوڅي پښې او پلي بلخ ولایت ته ولاړل.

د دوی پیغام هر ځای ته په رسيدو دا و چې، په افغانستان کې جګره د پردیو د ګټو لپاره روانه ده او قرباني یې افغانان دي.

راپور له ناجیې ساپۍ اورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now