حرکت انقلاب اسلامي هم طالبان سولې بهير ته دعوت کړل
Seerat-Abdul Rauf Zazai Source: Seerat-Abdul Rauf Zazai
حرکت انقلاب اسلامي ګوند په افغانستان کې سولې راتګ لپاره پر ديني علماو د فعاله ونډې اخيستو غږ وکړ او هم يې پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې بهير سره دې يوځای شي.د سيرت نبي په نامه ترسره شوو سياليو دوران کې د ياد ګوند غړو او هم د لغمان او ننګرهار ولايتو واليانو ويناوې وکړي او د ټولو وينا والو همدا يوه غوښتنه وي چې بايد سولې لور ته کار وشي او ټولې ډلې دې ياد بهير کې فعاله ونډه واخلي.غونډې ته په وينا کې د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان مشر مولوي عبدالحکيم منيب وويل، چې ياد ګوند په هيواد کې د سولې د راتګ لپاره د هر راز هڅو ملاتړی دی د حرکت انقلاب اسلامي مردم افغانستان د رهبرۍ شورا غړي مولوي سميع الله ريحان وويل، چې په ختيځو ولايتونو کې د سيرت النبي ترسره شوې سيالۍ کې ۶۵۰ کسانو ګډون کړی و، چې له ډلې يې ۸۵ تنه ښځې او انجونې وې.عبدالروف ځاځی يادې غونډې په اړه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول
