افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځو پوره شوې، طالبان وايي د پرانیستلو لپاره زمینه نه ده مساعده شوې

Girl students are seen in the schoolyard in Kabul, Afghanistan on March 22

Girl students are seen in the schoolyard in Kabul, Afghanistan on March 22 Source: Getty / Getty Images

افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پرمخ د ښوونځیو تړل کېدو له ۶۰۰ زیاتې ورځې وشوې خو طالبان وايي، لاهم د پرانیستو لپاره يې شرایط نه دي برابر شوي.


که څه هم له نړیوالو فشارونو سره سره یو شمېر طالب چارواکو ویلي، پر "یوې طرحې کار روان دی خو د نږدې یوویشت میاشتو په تېریدو لا تر اوس یې خپله دا خبره نه ده عملي‌ کړې او نه يې هم د نجونو پرمخ دښوونځیو تړلې دروازې پرانیستي دي.

د نجونو ښوونځیو په تړاو د طالب چارواکو دغه دریځ ګڼ شمېر افغان نجونې ناهیلې کړې دي او ځینې اند دې ته اړ شوې چې د زدکړو لپاره له کورنیو سره یو ځای له افغانستانه ووځي.

حبېبه د کندز ولایت اوسیدونکې ده هغې اس بي اس راډیو ته وویل، خپل راتلونکې ته ناهیلې شوي او هغه هېلي يې چې پخوا درلودلې او غوښتل يې ورته ورسیږي د ښوونځیو تړلې پاتې کېدو سره يې په زړونو کې وژل شوي.

هغه د طالبانو له حکومت غواړي چې څومره ژر کیږي د نجونو پرمخ دې د ښوونځیو بندې دروازې پرانیزي.

په افغانستان کې د طالبانو پر بیا واکمنېدو څه باندې شل میاشتې واوښتې، دې ډلې په دې موده کې تر بل هر څه ډېر فرمانونه او سپارښتنې، پر ښځو د بندیزونو په تړاو کړي دي.

له زدکړو د نجونو د بې برخې کولو په اړه یې لومړی ګام د "پوهنې وزارت" عملي کړ.

طالبانو هغه مهال نارینه زدکوونکو لپاره ښوونځي ته د تګ اعلامیه خپره کړه، خو د نجونو ښوونځیو هېڅ یادونه ونه شوه، چې بیا له هماغې ورځې له شپږم ټولګي پورته نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړل شوې.

د ښکلا ځلاند په نوم د کابل ولایت یوې زدکوونکې اس بي اس راډیو ته وویل مخکې یې په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې، خو نژدې دوه کاله وشول چې له زده کړو بې برخې ده.

ښکلا ځلاند وايي د زدکړو بشپړول یې ستر ارمان دی او پر طالبانو غږ کوي چې نور دې د دوی د زده کړو مخه نه نیسي او د ښوونځیو تړلې دروازې دې پرانیزي.

له کابل څخه رحيم الدين اورياخيل بشپړ رپوټ لري چې دا او نور ډير پکې ځای شوي.
بشپړ رپوټ واورئ.

شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
افغانستان کې د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ۶۰۰ ورځو پوره شوې، طالبان وايي د پرانیستلو لپاره زمینه نه ده مساعده شوې | SBS Pashto