نړيوال فلم جوړونکی بينجامين ګلمور چې د جرګه په نامه يو فلم يې جوړ او نړيوالو سينماوو کې يې نندارې ته وړاندې کړ وايي، د پاکستان څار ګرې ادارې ورته اجازه ور نه کړه ترڅو د جرګه په نامه فلم پاکستان کې جوړ او پر پښتنو د جګړې ناخوالې انځور کړي.
جرګه فلم چې افغانستان کې جوړ شوی د يو اسټراليايي پوځي کيسه يې انځور کړی.
ياد فلم کې يو اسټراليايي پوځي افغانستان کې خپل ماموريت دوران کې يې يو بې ګناه کس په ډزو وژلی وي او بيا وروسته افغانستان ته ځي ترڅو د هغه له کورنۍ بښنه وغواړي اوهم ورته مرستې لپاره نقدي پيسې ورکړي.
د جرګه فلم ډيره کې د جګړې ناوخوالې هم پر پښتنو او هم پر پوځيانو انځور کوي.
د فلم جوړونکي بينجامين په وينا، دا فلم يې له پښتنو سره ډيرې مينې لپاره جوړ کړی او پدې کې د پښتنو ستونزې يې هم انځور کړي.
د فلم جوړونکي لومړی غوښتل چې دا فلم پاکستان کې جوړ کړي ځکه دده په وينا پاکستان کې امنيتي حالت لږ څه ښه وه، ولې ده ته د ياد فلم جوړيدو اجازه ور نه کړای شوه.
د جرګه فلم له نورو هاليوډ فلمونو څخه ډير توپير کوي او ډيره کې پدې فلم کې ټول افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه ښودل کيږي.
فلم جوړوونکی بينجامين ګيلمور وايي چې دا فلم بايد افغانان او په ځانګړي ډول پښتانه وګوري ځکه پدې فلم کې پښتنو ته ددې چانس ورکړل شوی ترڅو ددوی د ژوند او د جګړو ناخوالو په اړه ډير څه ووايي او نړيوالو ته يې وښايي.
د اسټراليا پلازمينه کنبيرا کې د افغاني فلمونو فيسټيوال کې د جرګه فلم هم نندارې ته وړاندې شو.
اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې بينجامين وويل پښتانه له ډيرو کړاونو څخه تير شوي او هم تيريږي او داچې اوس ځوانان حق غوښتنې لپاره غږ پورته کوي دا هيله بښونکی دی.
د جرګه فلم جوړونکي او فلم هلک دواړو مرکه واورئ.
.





