د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د افغان انلاین ټکسي د خدمتونو هرکلی کړی او وایي چې دا نوښت کولی شي د امنیت، د وخت سپما او اقتصادي اسانتیاوو له پلوه د خلکو ستونزې راکمې کړي.
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د لومړي ځل لپاره یو خصوصي ټرانسپورټي شرکت د انلاین ټکسي خدمتونه پیل کړي دي.
دغه شرکت چې افغان انلاین ټکسي نومېږي، موخه يې د ښاري ټرانسپورټي خدمتونو عصري کول، د مسافرو د تګ راتګ اسانتیا او د خصوصي سکټور پیاوړتیا بلل شوې ده.
د دې شرکت خدمات د موبایل د اپلېکېشن له لارې په ۲۴ ساعته ډول وړاندې کیږي او په مرسته يې کابل کې مېشت اوسیدونکي کولی شي د اپلېکېشن په وسیله په اسانۍ سره موټر وغواړي او خپل ورځني سفرونه ترسره کړي.
په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې اورېدلی شئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونو اورېدلو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورې موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ له ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





