د کابل پولیسو د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې کړې دي

Kabul Police

Source: Khama Press

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزی وايي، د کابل پولیس به د ښار د امنیت او د خلکو د ژوند د خوندیتوب لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د کابل ښار د خواجه بغرا په سېمه کې د دفاع وزارت د هوايي ځواکونو دوه تنه افسران د نامعلومو وسله‎ والو په یوه برید کې ووژل شول. له ‎دې څو ورځې وړاندې د پوځي چاروکارپوه او د کورنیوچارو وزارت پخوانی جنرال زلمی وردګ هم د نامعلومو کسانو له ‎خوا ووژل شو. خو تردې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي په هېواد کې د معافیت سیستم، په ادارو کې فساد، د ټوپکوالو شتون او د غیر مسوله وسله والو ډلو خپل سري فعالیتونه د دې سبب شوي چې په هیواد کې دا ډول پیښې ډیرې او بیا ورته لازمه رسیدګي ونه شي. نور حال د ناجیې ساپۍ په ریپوټ کې اورئ.



شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service