افغانستان کې ورستيو وينو تويدو خلاف لاريون کوونکو څه غوښتي؟
Abdul Rauf Zazai Source: Abdul Rauf Zazai
پلازمينه کابل کې مدني فعالانو په ورستیو کې د ناامني زیاتوالي له امله پراخ لاریون تر سره کړ او ويل يې چې نور ورته د ملت د وینو تویدو پر وړاندې د ارګ چوپتیا د زغملو نه ده.لاریون کونکي د یو پریکړه لیک په اورولو سره له حکومت څخه د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوي چې ددوي د وظفیوي عفلت له امله ګڼو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې.کابل کې پر سردار محمد داودخان، په ننګرهار کې د اچین په ولسوالۍ کې د امریکا لخوا د بمونو د مور استعمال او وروستۍ یې د هېواد په شمال بلخ ولایت کې پر شاهین قول اردو باندې وسله وال ډله ایز برید چې سلګونو افغانانو ته یې مرګ ژوبله اړولې؛ چې ورستیو ناامنیو په کور دننه او بهر د ګڼو افغانانو غوصه را پارولې او یاد بریدونه یې غندلي دي.دا لاریون کوونکي د شعارونو په ورکولو سره وایي، چې نور ملت ته د وینو تویدو پر وړاندې د ارګ چوپتیا د منلو وړ نه ده.عبدالروف ځاځی يې په اړه رپوټ لري چې دلته يې اوريدلی شئ.
شریکول
