افغانستان: کابل کې د روژې له رارسېدو مخکې د خوارکي توکو د بیو لوړېدو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي

Prices in Kabul.png

Credit: Gettyimages

د کابل ښار اوسیدونکي وايي، که څه هم په دې وروستیو کې د افغانیو ارزښت د ډالرو پر وړاندې په بې ساري ډول لوړ شوی، خو بیا هم په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې نه دي راټیټې شوي.


په داسې حال کې چې روژې مبارکې میاشتې ته یوازې څو ورځې پاتې دي، د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په بازارونو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

دوی زیاتوي، له یوې خوا بیکاري او بې وزلي او له بلې خوا د خوراکي توکو لوړو قیمتونو د خلکو اندېښنې دوه برابره کړې دي.

په همدې حال کې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیز د کسبګرو او دوکاندارانو خونې له مشرتابه او د اصنافو له مسوولینو سره په لېدنه کې له هغو غوښتي چې د روژې په میاشت کې دبیو له لوړولو ډډه وکړي.

مهرباني وکړئ لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.

زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.

د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.

که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.

د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now