د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د نښتو پر داوم، د دوشنبې په شپه د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د سختو نښتو راپورونه ورکړل شوي، چې ننګرهاراو پکتیا ولایتونو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورنه هم موجود دي.
د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ولسي مرګ ژوبلې په اړه ویلي چې پاکستاني ځواکونو د ننګرهار په غني خېلو او د پکتیا په دڼدپټان ولسوالیو کې ولسي وګړي په نښه کړي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، تر دې دمه د پاکستاني ځواکونو د هوايي او ځمکنیو حملو له امله ۱۲۴ ملکي وکړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې پکې ۵۵ کسان وژل شوي او پاتې نور ټپیان شوي دي..
په ورته وخت کې د پاکستان حکومت بیا په دې نښتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړي، او ادعا يې کړې چې پاکستانې ځواکونو تر ډېره په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه په نښه کړي او هغوی ته يې پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
مهرباني وګړئ په دې اړه لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.



