د کابل ښاريان د بريښنا له پرچوی او لوړو بيو څخه سر ټکوي
fardin waezi@unama Source: fardin waezi@unama
د کابل ښار اوسیدونکي د بریښنا د زیاتې پرچوی تر څنګ د بریښنا د بیې لوړوالي څخه سرټکوي؛ خو د بریښنا شرکت چارواکي ستونزه د بریښنا څخه د خلکولخوا د ناسمې ګټې اخیستنه بولي او له خلکو څخه د بريښنا په لګښت کې د پاملرنې غوښتنه کوي .کابل، هغه ښار چې د هېواد پایتخت ګڼل کیږي چې په کې د ناامنیو تر څنګ د سمې بریښنا نه شتون بله لویه ستونزه ده ؛ ددې ښار اوسیدونکي د بریښنا د زیاتې پرچوی تر څنګ د بریښنا په بیه کې د لوړالي څخه سر ټکوي .د کابل ښار اوسیدونکي بریښنا د زورواکو لخوا انحصار بولي او زیاتوي چې قانون یوازې په بیوزولو پلي کیږي .خو بل خوا د بريښنا د بریښنا شرکت ویاند د بريښنا زیاته پرچاوي ستونزه د کابل ښار اوسیدونکو د بريښنا د ناسمې ګټې اخیستنه بنلي او له خلکو څخه غواړي چې د بریښنا په کم لګښت سره دې له حکومت سره همکاري وکړي .توحیدي زیاتوي چې اوس مهال د بریښنا په بیه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی چې لامل یې د افغانیو په مقابل کې د امریکایي ډالرو لوړوالی ښيي .د توحیدي په وینا اوس مهال د هېواد ۲۰ سلنه بریښنا خپله بولي او پاتې اتیا سلنه یې وارداتي ده چې له ګاونډیو هېوادنو څخه راغلې چې له جملې یې د تاجکستان هېواد بریښنا ۳۰۰ میګاواټه ظرفیت لري .د عبدالروف ځاځي رپوټ ته غوږ شئ.
شریکول


