اسټراليا کې پښتانه روانه مياشت د کرن خان له کنسرټونو څخه خوند اخيستلی شي.
اسټراليا کې د پښتنو د کلتور ورځ لمانځلو لپاره د ياد هيواد بيلابيلو ښارونو کې ځيني پروګرامونه ترتيب شوي او په يادو محفلونو کې د نورو پروګرامونو ترڅنګ کرن خان هم کنسرټونه وړاندې کوي.
کرن خان اسټراليا کې له ميشتو پښتنو غواړي ترڅو دې کلتوري ورځ لمانځلو پروګرامونو کې ګډون وکړي او هم د نوموړي کنسرټونو کې برخه واخلي.
کرن خان وايي، اسټراليا کې کنسرټونو علاوه خپل ځيني نوې سندرې ثبتول غواړي.
بله خوا د کرن خان په وينا د پښتنو په کنسرټونو او هم کلتوري ورځ لمانځلو محفلونو کې برخه اخيستلو پښتانه کولی شي نړۍ ته د امن پيغام ورکړي.
د پښتنو کلتور ورځ او کرن خان کنسرټونو په اړه لا ډير معلومات له فيسبوک او ويبپاڼو څخه ترلاسه کولی شئ او پدې پروګرامونو کې ګډون لپاره بايد تاسې ټکټ واخلئ.
د کرن خان کنسرټونه په لاندې ښارونو کې پر مخ اچول کيږي.
سيډني: ۲۳ سپټمبر
برزبن: ۲۵ سپټمبر
ملبورن: ۳۰ سپټمبر
لا نور له کرن خان سره ځانګړې مرکه کې واورئ.



