اسټراليا کې ۷۵ سلنه مهاجر روغتيايي معلوماتو باندې نه پوهيږي

Doctor sharing bad news with family member

Doctor sharing bad news with family member Source: Getty Images

اسټراليا کې د مهاجرو روغتيايي معلوماتو باندې نه پوهيدل اوس هم يو له ننګونو څخه ګڼل کيږي.


د اسټراليا نيو ساوت ويلز ايالت کې د روغتيا پوهاوي برخې ته ځانګړی پام شوی او له مخه يې هغو ټولنو ته د پوهاوي ځانګړي پروګرامونه پلي کيږي کوم چې اسټراليا ته نوي راغلي وي او هم د انګليسي ژبې ستونزې لري.

ياد ايالت کې د روغتيا پوهاوي يوه کارکوونکې ګلچيره منګل ده.

اغلې منګل له اس بي اس پښتو خپرونې سره خبرو پر مهال وويل، ډيري پښتانه روغتيايي پوهاوي پروګرامو کې ګډون نه کوي حال داچې دا د هغوی خپل او کورنۍ ژوند لپاره يوه اړينه موضوع ده.

د اغلې په وينا اسټراليا کې روغتيا برخې ته ځانګړی پام کيږي او ډيري نوي راغلي کسان او يا هم که پخوا راغلي وي او تر دې دمه کافي اندازه معلومات نه لري کيدای شي لدې اسانتياوو بې خبره اوسي.

روغتيا سره تړلو مهمو مسايلو په اړه پوهاوې اړين دی او دا هغه څه دي چې کيدای شي تاسې يې له خپل GP ډاکټر څخه ترلاسه نه کړی بلکې له داسې نورو ادارو څخه يې ترلاسه کولی شئ کوم چې روغتيا برخه کې له نوو مهاجرو او کډوالو سره کار کوي.

د روغتيا زده کړې کارکوونکې ګلچيره منګل سره مو مرکه کړې او ډيرو داسې مسايلو باندې مو خبرې کړي چې اسټراليا کې ستاسو ژوند کولو لپاره اړين دي.

بشپړه مرکه واورئ.

 

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now