Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

د پاکستان پوليسو لخوا په بند کې د خيبر سيمې يو ۲۳ کلن ځوان وژل کيدو وروسته پراخې مظاهرې پيل شوي

23 years old Tahir Shinwary was killed during the police custody

طاهر شينواری چې ۲۳ کاله يې عمر درلود ادعا کيږي چې د پوليسو لخوا په بند کې له وهلو ډبولو وروسته يې ساه ورکړې. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

تورخم سره نږدې پر پاکستاني پوځي موټر بمي بريد وروسته امنيتي کسانو د يادې سيمې پر ځينو کورونو چاپې واچولې او شاوخوا ۲۰ تنه يې د شک په تور ونيول.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi

وړاندې کوونکی Abdullah Alikhil

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


تورخم سره نږدې پر پاکستاني پوځي موټر بمي بريد وروسته امنيتي کسانو د يادې سيمې پر ځينو کورونو چاپې واچولې او شاوخوا ۲۰ تنه يې د شک په تور ونيول.


په يادو نيول شوو کسانو کې يو خاطر شينواری وه چې ۲۳ کاله يې عمر درلود.

خاطر شينواری سره د سيمې نورو ځوانان د پاکستاني امنيتي ادارو بندي شول ولې له څو ورځو وروسته د خاطر افريدي مړی د نوموړي کورنۍ ته وسپارل شو.

د ياد ځوان وژل کيدو پيښې پراخ لاريونونه راوپارول او د خيبر سيمې ځايي مشرانو د يادې پيښې بشپړې پلټنې غوښتونکي شول.

مظاهره چيانو د لنډي کوتل لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې او له امنيتي کسانو سره يې هم تر دې دمه خبرو کومې پايلې ندي ورکړي.

د پاکستان امنيتي ادارو د ياد ځوان وژل کيدو وجه د هغه له زندان څخه تيښته او له اوچت ځايه يې ځان غورځول ياد کړي ولې له خاطر افريدي سره د سيمې بل بندي شوي کس ادعا کړې چې ياد ځوان د امنيتي کسانو لخوا له وهلو وروسته ساه ورکړه.

زمونږ همکار اسلام ګل افريدي د ياد ځوان وژل کيدو خلاف لاريون ته ورغلی او د لاريون کوونکو ترڅنګ يې د چارواکو خبرې هم راخيستي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now