Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

پاکستان کې نر ښځی خبريال د راډيو څانګې خبريالانو د ټولنې مشري ترلاسه کول غواړي

Sobia Khan

د پاکستان پيښور ښار کې د راډيو برخې خبريالانو د يوې نوې ټولنې جوړيدو کليزه ولمانځله.


خپور شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د پاکستان پيښور ښار کې د راډيو برخې خبريالانو د يوې نوې ټولنې جوړيدو کليزه ولمانځله.


پيښور کې د راډيو خبريالانو د ټولنې جوړيدو څخه يو کال تير شو او د يادې ټولنې غړي وايي چې په تير يو کال کې يې ډيرې لاسته راوړنې لرلي.

د يادې ټولنې جوړيدو کليزې نمانځنې لپاره يوه غونډ جوړه شوې وه چې پکې خبريالانو او دولتي چارواکو ګډون کړی وه.

 اسما اخلاص چې خپله د راډيو ويانده ده وايي، د نارينوو پر پرتله ښځې خبريالې له ډيرو ستونزو سره مخ دي.

د يادې ټولنې کلتوري چارو سکرتر چې خپله نر ښځی دی صوبيه خان نوميږي. د صوبيه خان په وينا تير يو کال کې د خبريالانو له حال څخه خبره شوې او راتلونکي کې ځان د يادې ټولنې مشرۍ لپاره نومانده کوي ترڅو مشري ترلاسه کړي او د خبريالانو ستونزو ته ورسيږي.

د ياددې ټولنې مشر ښايسته رحمن هم تير يو کال له لاسته راوړنو ډک بولي.

تاسو ته مو پيښور کې د خبريالانو غږونه راخيستي چې دا ټول پدې تيار شوي رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now