د اټکل له مخه راتلونکو ۲۵ کلونو کې ۲۰۰،۰۰۰ اسټراليايان پر سرطان بيمارۍ مبتلا کيدای شي، ولې بيا بله خوا خلک کولی شي چې لدې وژونکې بيمارۍ څخه ځان وژغوري.
د اسټراليا سرطان بيمارۍ د شورا نوې څيړنه کې ويل شوي چې ډيري خلک وايي چې د وخت نه شتون له وجې دوی ورزش ته مخه نه کوي.
وروستۍ ترسره شوې څيړنه کې ويل شوي چې د ۲۰۰،۰۰۰ کسانو سرطان بيماري له ورزش کولو سره له مينځه تللی شي که چيرې اسټراليايان ورزش ته مخه کړي او هم خپل وزن کم وساتي او ټوله کې سالم خواړه وخوري.
څيړونکي وايي چې اسټراليا کې دا مهال ډيري خلک سالمه خواړه نه خوري او نه هم په کافي اندازه ورزش کوي.
يعنې د اټکل له مخه راتلونکو ۲۵ کلونو کې ۲۰۰،۰۰۰ کسان سرطان بيمارۍ باندې له مبتلا کيدو ژغورل کيدای شي که چيرې دوی فيزيکي فعاليت ډير کړي.
اسټراليا کې د اټکل له مخه هر کال ۸۰۰۰ هره مياشت ۶۶۶ او هر ورځ ۲۲ کسان پر سرطان بيمارۍ مبتلا کيږي.
سوال به تاسو ته دا پيدا کيږي چې څومره ورزش کافي دی.
د وړانديز له مخه يوه اونۍ کې بايد يو کس ۱۵۰ دقيقو څخه تر ۳۰۰ دقيقو پورې ورزش وکړي.
تاسو ته مو د ورزش ګټې او سرطان بيماری څخه ځان ژغورنې لارې راخيستې، تيار شوی رپوټ واورئ.