د افغانستان د وروستیو مهمو پېښو په اړه دلته معلومات اورېدلی شئ.
مهم خبرونه:
- افغانستان کې د نجونو له ګډون پرته یو ځل بیا د کانکور ازموینې پیل شوې.
- د کډوالو نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته د راتلونکو او له افغانستانه د وتونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
- د طالبانو حکومت له یوې هندۍ کمپنۍ سره افغانستان ته د صادراتو او وارداتو د معیاري کولو په برخه کې د ۴۶ میلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی دی.
د پوډکاسټ متن:
مجیب منیب: قدرمنو اورېدونکو، اوس هم زما همکار رحیم الدین اوریاخیل له افغانستان څخه د ټلیفون پر کرښه ده، له هغه څخه به په افغانستان کې د وروستیو مهمو پېښو په اړه واورو. اوریاخیل صاحب ستړی مشې، په پیل کې مهرباني وکړه له اورېدونکو سره په افغانستان کې د وروستیو مهمو پېښو په اړه معلومات شریک کړه.
رحیم الدین اوریاخیل: سلامونه، ښاغلی منیب صاحب تاسو ته او د اس بي اس د پښتو خپرونې ټولو قدرمنو اورېدونکو ته.
ښاغلی منیب صاحب، لومړۍ موضوع داده چې په افغانستان کې د نجونو له حضور پرته یو ځل بیا د کانکور ازموینې پیل شوې دي. بله مسئله دا چې د کډوالو نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته د راتلونکو او وتونکو افغانانو شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی او وروستۍ مسئله دا چې د طالبانو حکومت له یوې هندۍ کمپنۍ سره افغانستان ته د صادراتو او وارداتو معیاري کولو په برخه کې د ۴۶ میلیونو ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړی.
مجیب منیب: اوریاخیل تاسو و ویلې چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د نجونو له حضور پرته یو ځل بیا د کانکور ازموینې پیل شوې دي. مهرباني وکړئ په دې اړه له اورېدونکو سره جزئیات شریک کړئ او ووايئ چې دغه ازموینې د افغانستان په کومو ولایتونو کې پیل شوي دي؟
رحیم الدین اوریاخیل: بلکل ښاغلی منیب صاحب، په افغانستان کې د کانکور د ازموینو بهیر د پنجشنبې په ورځ د دغه هېواد په ۱۵ ولایتونو کې پیل شوی دی.
په دغو ولایتونو کې میدان وردګ، پروان، غزني، کنړ، بغلان، فاریاب، بادغیس، لوګر، کاپیسا، پکتیکا، هرات، سرپل، ارزګان او غور ولایتونو او د بدخشان په فیض اباد، بهارک، شغنان، درواز او خواهان ولسوالیو کې پیل شوې دي.
د طالبانو حکومت، د ازموینې عمومي ادارې د کانکور د سږکال په ازموینه کې د ګډونوالو د شمېر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو تېر کال دغې ازموینې ته ۲۵ زره ۳۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه.
دا پنځم پرلاپسې کال دی چې په افغانستان کې د کانکور ازموینه د نجونو له حضور پرته اخېستل کیږي.
په افغانستان کې د نجونو له حضور پرته د کانکور ازموینه داسې مهال پیلیږي چې د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یونسیف د اپریل په ۲۸مه په یو راپور کې خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو روان بندیز کولی شي تر ۲۰۳۰ کال پورې له شل زره زیاتو ښځینه ښوونکو او له پنځو زرو ډیرو روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ کړي.
تر هغه وړاندې بیا د ملګرو ملتونو ښوونیزې، علمي او کلتوري ادارې یونسکو هم په پرلاپسې ډول په خپلو راپورونو کې ویلي چې په افغانستان کې دا مهال ۱.۴ میلیونه نجونې له زده کړو بې برخې دي او که پر زده کړو دا بندیز دوام وکړي تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه شمېر څلور میلیونو ته ورسیږي.
مجیب منیب: اوریاخیل صاحب، تاسو دا هم و ویلې چې د کډوالو نړیوال سازمان وايي، افغانستان ته د راتلونکو او له دغه هېواد څخه د وتونکو افغانانو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی دی. مهرباني وکړئ په دې اړه ووایئ چې څومره کموالی راغلی دی؟
رحیم الدین اوریاخیل: ښاغلی منیب صاحب، د کډوالو نړیوال سازمان په دې اړه یو راپور خپور کړی او په دغه راپور کې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ د میاشتې څخه نیولې د مارچ تر میاشتې پورې معلومات راټول شوي دي. راپور کې راغلي چې په دغو دریو میاشتو کې څه باندې ۶۳۰ زره خلک افغانستان ته داخل شوي او تر ۲۰۰ زرو ډېر بیا ترې وتلي دي.
راپور کې ویل شوي چې دغه شمېر خلک له ایران او پاکستان څخه افغانستان ورغلي او همدارز له افغانستان څخه ایران او پاکستان ته بېرته وتلي دي. د کډوالو نړیوال سازمان په راپور کې راغلي دي چې د ۲۰۲۵ کال د دریو میاشتو په پرتله، د سږکال په لومړیو میاشتو کې له پاکستان څخه افغانستان ته تلونکو افغانانو په شمېر ۶۱ سلنه او له ایران څخه افغانستان ته تلونکو شمېر ۱۴ سلنه کموالی راغلی دی.
راپور کې ویل شوي چې د خلکو په تګ راتګ کې د کموالي اصلي لامل د ایران جګړه او همدا راز د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې هم اغیز کړی دی.
مجیب منیب: اوریاخیل صاحب، تاسو په پیل کې دا هم و ویلې چې د طالبانو حکومت له یوې هندۍ کمپنۍ سره افغانستان ته د صادراتو او وارداتو معیاري کولو په برخه کې یو تړون لاسلیک کړی دی. دا تړون کومې هندۍ کمپنۍ سره لاسلیک شوی او اصلي موخه یې څه ده؟
رحیم الدین اوریاخیل: ښاغلی منیب صاحب، لکه څنګه چې ما په پیل کې ورته اشاره وکوله، د طالبانو حکومت له یوې کمپنۍ سره افغانستان ته د صادراتو او وارداتو معیاري کولو په برخه کې دغه تړون لاسلیک کړی دی. دا تړون د هندۍ کمپنۍ ټي سي آر سي او د طالبانو حکومت د معیار او کیفیت ادارې ترمنځ په کابل کې لاسلیک شوی دی.
د دې تړون له مخې دا هندۍ کمپنۍ به په نهو بندرونو او کابل کې معیاري لابراتوارونه جوړوي. ویل کیږي چې دغه نړیواله هندۍ کمپنۍ د څو لسیزو فعالیت مخینه او د صادراتو او وارداتو د تحلیل برخه کې تجربه لري. د تړون د لاسلیک کولو پرمهال د طالبانو اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني بردار هم ګډون درلود. دا تړون چې څه د پاسه ۴۶ میلونه ډالرو ارزښت لري ویل کېږي چې د پنځو کلونو لپاره دی.
د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې مشر ویلي چې په دې پروژه کې د ساختماني موادو، برښنايي وسایلو، څرمن او کاغذي محصولاتو ازموینې لپاره ځانګړي لابراتوارونه شامل دي. د دې تړون له مخې هندۍ کمپنۍ ژمنه کړې چې د طالبانو حکومت د معیار او کیفیت ادارې کارکوونکو ته به مسلکي روزنه هم ورکوي.
د طالبانو حکومت داسې مهال افغانستان ته د صادراتو او وارداتو معیاري کولو په برخه کې دغه تړون لاسلیک کوي چې له څو کلونو راهیسې افغانستان د واردېدونکو توکو د کیفیت په اړه اندېښنې او شکایتونه کیږي، په ځانګړي ډول د درملو، خوړو او سوند توکو په برخو کې چې دا د خلکو له روغتیا سره بیا مستقیم تړاو لري.
مجیب منیب: اوریاخیل صاحب، ډېره زیاته مننه چې دغه معلومات دې له اورېدونکو سره شریک کړه.
رحیم الدین اوریاخیل: مننه له تاسو هم ښاغلی منیب صاحب.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د اسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





