حقوق پوهانو ټولنه: له ټاکل شوې مودې وروسته د ملي يووالي د حکومت دوام غېرقانوني دی

Afghanistan Flag Source: Afghanistan
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه د ۱۳۹۷ لمریز کال د جوزا له لومړۍ نېټې ور اخوا د ملي يووالي د حکومت دوام غېرقانوني او د ولس په زیان بولي. له بلې خوا د افغانستان د مشرانو جرګې تقنیني کمېسیون وايي، د ولسمشریزو انتخاباتو د ځنډېدو په نتیجه کې د ملي یووالي د حکومت له دوام پرته بله لاره نشته. دا څرګندونې ورسته له هغې کېږي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون تېره ورځ په رسمي توګه په ولسمشریزو انتخاباتو کې د درې میاشتنې ځنډ اعلان وکړ. دغه کمیسیون وايي، ولسمشریزې ټاکنې به د حمل د ۳۱مې پرځای د راتلونکې کال د چنګاښ په ۲۹ نېټه وشي. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورئ.
شریکول