وروسته تر هغه چې د طالبانو مشر له قاضیانو سره په ناسته کې هغوی ته د مجرمینو د شرعي حدود د پلي کېدو امر وکړ دې ډلې د افغانستان په لوګر ولایت کې د ښځو په ګډون ۱۲ کسان په داسې حال کې یو لوبغاړي کې په دورو ووهل چې زرګونه کسانو ورته ناست ول.
دا په تېره یوه میاشت کې دویم ځل وه، چې طالبانو په عام محضر کې پر خلکو شرعي حدود پلي کړل.
د رسنیو د راپورونو له مخې په لوګر کې د شرعي حدود د پلي کېدو تر پیښې وړاندې طالبانو په تخار، بامیان، هرات او لغمان ولایتونو کې هم ځینو کسانو ته دا ډول سزا ګانې ورکړي.
د طالبانو دې کار په کور دننه د غبرګونونو ترڅنګ د بشري حقونو سازمانونو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو غبرګونونو راپارولي دي.
یادو بنسټونو په عام محضر کې د طالبانو له لوري د شرعي حدود جاري کول غندلي او د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه يې کړې ده.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټوماس نیکلاسن هم د طالبانو پر دغه عمل اندېښنه ښکار کړې او ورڅخه يې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو درناوي وکړي.
خو طالبان بیا په عام محضر کې کې د درو سزا ورکولو په هکله د بشري حقونو سازمانونو او لویدیځو هېوادونو نیوکې د اسلام دین ته بې احترامي بولي.
عام باور بیا دا دي چې د طالبانو له لوري ددغه ډول سخت دریځ قوانیونو پلي کول چې د نړیوالو بشري قوانینو خلاف عمل دی، تطبیقول کول يې نه ده افغانستان او نه هم د افغانانو په ګټه دي.
د ښځو او نجونو د حقونو د برخي یو شمېر فعالانو له اس بي اس راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د طالبانو له لوري عام محضر کې پر ښځو د شرعي حدود پلي کول روحي شکنجه ده چې دوی ته ورکول کیږي.
پدې اړه کابل کې څخه جوړ شوي رپوټ ته غوږ شئ.



