Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو تاریخ: اسټراليا کې د اوښبه افغانانو مهم کارونه

Afghan Cameleer

د اس بي اس پښتو خپرونه په اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ راژوندي کولو لپاره ژمنه ده او اوښبه افغانانو تاريخ او ژوند ته ځانګړې کتنه کوي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS


Share this with family and friends


د اس بي اس پښتو خپرونه په اسټراليا کې د اوښبه افغانانو تاريخ راژوندي کولو لپاره ژمنه ده او اوښبه افغانانو تاريخ او ژوند ته ځانګړې کتنه کوي.


اسټرالیا ته د اوښبه افغانانو له راتګ مخکې د دغه هېواد لرې پرتو سیمو ته تګ راتګ ډېر ګران کار وو، له همدې امله د اسټرالیا په ځینو مستعمرو کې چارواکو پریکړه کړې ترڅو اوښان اسټرالیا ته راوستل شي‌ ځکه اوښانو کولای شول  په وچ اقلیم کې د اوبو او خوړو له ستونزې پرته سفر وکړي.

اوښبه افغانانو د اسټرالیا هېواد د پرمختګ په برخه کې مهمه رول لوبولی چې نن ورځ هم له اوښبه افغانانو څخه  په اسټرالیا کې په ښه نوم یادونه کېږي. لومړنیو افغانانو د اسټرالیا د لرې پرتو سیمو په کشف، له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته د شیانو او معادنو په لېږد، د اورګاډو د پټلی او تم ځایونو د جوړولو په برخه کې مهمه کارونه ترسره کړي.

په اسټرالیا کې د اوښبه افغانانو د فعالیتونو او خدمتونو په لا ډېر معلومات کولای شئ د مجیب منیب په معلوماتي راپور کې واورئ.


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now