Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

کووېډ -۱۹ ناروغۍ په اسټرالیا کې د نږدې ۱۰۰ زره پناه غوښتونکو پر ژوند ناوړه اغېز کړی

Bridging visa

د بریجنګ ویزو درلودونکي کسان له مالي ستونزو سره مخ دي او د حکومت مرستو ته هم لاسرسی نلري.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


د بریجنګ ویزو درلودونکي کسان له مالي ستونزو سره مخ دي او د حکومت مرستو ته هم لاسرسی نلري.


د کرونا وېروس نه یواځې  د اسټرالیا د اوسیدونکو ژوند له ستونزو سره مخ کړی بلکې په دغه هېواد کې د نږدې ۱۰۰ زره پناه غوښتونکو ژوند یې هم ګډوډ کړی . د سیټلمنټ سرویسس انټرنیشنل ادارې په سروې کې موندل شوي چې شاوخوا ۸۲ سلنه پناه غوښتونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي او یا یې هم کاري ساعتونه کم شوي دي.

د اسټرالیا د کډوالو اداره د دغه هېواد له حکومت څخه غوښتنه کوي ترڅو  پناه غوښتونکو، بهرنیو زده کړیالانو او هغو کسانو لپاره بېړنۍ مرستې برابرې کړي چې اوسمهال په اسټرالیا کې ژوند کوي .

د ۹۷ زره پناه غوښتونکو په دلې کې ۱۲ زره داسې پناه غوښتونکي هم شامل دي چې په ۲۰۱۲م کال کې د بېړیو له لارې آسټرالیا ته راغلي او تر دمه یې د وېزو اړه پرېکړه نده نیول شوې.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now