Watch FIFA World Cup 2026™

LIVE, FREE and EXCLUSIVE

اسټراليا کې افغان کډوال ۱۵ ځايه په چړو وهل شوی

Noor Mohammad Hanafi

اسټراليا کې افغان ټکسي چلوونکی د دريو سپرليو لخوا بريد وروسته ۱۵ ځايه په چړو وهل شوی او ادعا کيږي چې موټر او نور شيان يې ترې غلا کړي.


خپور شوی په

اپډیټ شوی په

سرچینه: SBS



Share this with family and friends


اسټراليا کې افغان ټکسي چلوونکی د دريو سپرليو لخوا بريد وروسته ۱۵ ځايه په چړو وهل شوی او ادعا کيږي چې موټر او نور شيان يې ترې غلا کړي.


نور محمد حنفي په کال ۲۰۱۳ کې له افغانستان څخه اسټراليا ته راغلی او دا مهال اسټراليا کې د کډوال په توګه ژوند کوي.

ښاغلی حنفي شپې ناوخته داسې مهال په چړو وهل شوی چې ده روژې پيل ته تيارۍ نيوه او اولا موبايل اپليکيشن له لارې يې درې سپرلی له يوه ځايه بل ته وړلې.

دا بې رحمه بريد د ملبورن ښار په راکسبورګ پارک سيمه کې شوی او له بريد وروسته ادعا کيږي چې له ښاغلي حنفي څخه موټر او نور شيان غلا شوي.

د ښاغلي حنفي ۱۵ ځايه  په چړو وهل کيدو وروسته ژوندی پاتې کيدل معجزه يادوي او وايي، " د کورنۍ او کونډو دعاوې دي چې زه ورته د رزق پيدا کولو دنده لرم.

" زه کيدای شي وژل شوی وم ولې خدای زه خپلو اولادونو لپاره وژغورلم."

له ياد بريد وروسته چې کله له ښاغلي حنفي څخه موټر او نور شيان وتښتول شول نو پوليسو راتګ وروسته د هغه تښتول شوی موټر براډميډوس سيمې څخه وموندل شو.

ويکتوريا پوليسو اس بي اس پښتو خپرونې ته استول شوي پيغام کې ويلي، په ياده پيښه کې ښکيل دوه کسان نيول شوې  او دواړه تنکي ځوانان دي. 

پر حنفي بريد کې تورن دوه کسان ۱۸ او ۱۹ کاله عمر لري او دواړه پوليسو بند کې دي.

پر ۱۸ تورن کس د ۸ جرمونو تور دی او پر بل ۱۹ کلن تورن کس د ۳۳ جرمونو تور دی.

اس بي اس پښتو خپرونې له OLA کمپنۍ څخه هم د معلوماتو غوښتنه کړې او تر اوسه يې ځواب ندی ترلاسه کړی.

ښاغلي نور محمد حنفي له اس بي اس پښتو خپرونې سره بشپړه مرکه کړې چې دلته يې اوريدلی شئ.

 

په انګليسي ژبه رپوټ دلته لوستلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now