په طبیعي ډول سره موږ لیوالتیا لرو ترڅو د ورته کلتور لرونکو خلکو سره د ملاتړ شبکه جوړه کړو. مګر د مختلفو کلتورونو له خلکو سره ملګرتیا به ستاسو لید ته وده ورکړي او ستاسو د تړاو احساس به لوړ کړي.
د دوستۍ او مهاجرت کارپوهه ډاکټر هیریټ ویسټ کوټ وايي: "کله چې خلک آسټرالیا ته راځي، دوی به یقیناً د مهاجرت له تجربو سره اړیکه نیسي. د مهاجرت مختلف ډولونه شتون لري نو د خلکو د مهاجرت لاملونه ممکن توپیر ولري، او د خلکو مهاجرت کیدای شي توپیر ولري."
"له خلکو څخه د دوی د تجربو په اړه پوښتنه کول کېدای شي ګټور اوسيګټور، مګر دا دردناک هم کیدای شي، نو دا ممکن هغه څه وي چې تاسو غواړئ په ملګرتیا کې یې په اړه حساس اوسئ."

د آر ام آی ټي (RMIT) پوهنتون پروفیسره، کترین ګومېز چې په مختلفو ټولنو کې د اړیکو متخصصه ده وايي، ستونزه دا ده چې تاسو په خپله نه غواړئ له هغې حلقې څخه اړېکې پراخې کړئ چې په کې را ګیر یاست.
پروفیسوره ګومز زیاتوي چې، د مختلفو کلتورونو په ټولنیز کېدو کې یو له خورا مهم دلیلونو څخه د معلوماتو تبادله ده. هغه وايي ښه مثال یې داده، کله چې تاسو له خلکو څخه پوښتنه وکړئ چې په بیړني حالت کې باید کومې شمېرې ته زنګ ووهل شي؟ ډیری خلک به تاسو ته هماغه شمېره و وايي چې ورسره بلد دي.
آغلې ګومز وايی، هغه له سنګاپور څخه راغلې نو د دې پوښتنې په ځواب کې به ۹۹۹ شمېره تاسو ته وايي، نه د درې صفر شمېره چې په آسټرالیا کې د بېړنیو حالتونو لپاره ده. نو له حلقې څخه بهر خلکو سره اړیکه، تاسو سره مرسته کوي ترڅو په هغو معلوماتو پوه شئ چې په حقیقت کې ستاسو د ژوند لپاره مهمه دي.

بهرني زده کړیالان وايي، دوي په یوه نوي هېواد کې لږ کلتوري شاک تجربه کوي او کله چې دوي په نوي هېواد کې ځايي ملګري پیدا کوي نو د ښه نظم احساس کوي.
اما آغلې ګومز وايي، اورېدلي یې دي چې له چین څخه راغلي بهرني زده ګړیالان، د چینایانو له حلقې څخه بهر نور ملګري نه لري. هغه زیاتوي حتی د دوي د ملګرو، ملګري چینایان دي او هر وخت وايي چې موږ د بهرنیو زده ګړیالانو له تجربې خوښ یو، مګر د افسوس خبره داده چې هېڅکله ځايي ملګري نه پیدا کوي.
مهرباني وکړئ لاډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.



