د کډوالو او ځايي خلکو په اخ او ډب کې درې کډوال ټپيان شول.
د يادې شخړې رامينځته کيدو په اړه بيلابيل رپوټونه ورکړل شوي ولې پدې وروستيو کې د افغان کډوال نوم هم د يادې شخړې رامينځته کيدو کې را څرګند شو.
د اسټراليا مهاجرت وزير پيټر ډاټون وايي چې يو افغان پناه غوښتونکی د پاپو نيو ګيني ځايي اوسيدونکو يو ماشوم د کډوالو کمپ کې خپل کوټې خواته وړه او پلان يې لاره چې ورسره جنسي اړيکه ټينګه کړي نو ځکه ځايي اوسيدونکو يادې پيښې په اړه غبرګون ښودلی او شخړه رامينځته شوې.د پاپو نيو ګيني امنيتي چارواکي او هم تورن افغان کډوال بيا دا تورونه په کلکه ردوي او وايي چې له شخړې يوه اونۍ مخکې دا ماشوم کډوالو کمپ ته دې لپاره راوړل شوی وه ترڅو ورته ډوډی ورکړي ځکه ماشوم د ډوډی غوښتنه کوله او له ډوډی اخيستلو وروسته ياد ماشوم بيرته له کمپ څخه باهر ووته اوکومه ستونزه نه وه.
اوس ياد ۳۴ کلن افغان کډوال کوم چې د کډوالو کمپ کې بند دې او پرې دا تورونه لږيدلي، ده خپل ځان په اړه له ای بي سي شبکې سره د خبرو پر مهال وويل چې دی بې ګناه دی او ده يوازې هغه ځايي ماشوم ته خؤاړه ورکول نه چې کوم جنسي کار تمه يې لرله.."زه داسې يو هيواد کې لوی شوی يم کوم کې چې جګړه وه، بمونه ول اونورې نارامۍ.
. زه د پلار پرته لوی شوی يم،، ما لوږه او تنده تيره کړې او ما بې وزلي هم تيره کړې زه پدې پوهيږم چې که کوم ماشوم وږی وي پر هغه به څه تيږي.. ولې کله چې زه دا حالت ګورم نو زه خپلې سترګې نشم بندولی او يا له مرسته کولو انکار وکړم." ولې بيا د اسټراليا د مهاجرت وزير له خپلو خبرو نه په شا کيږي او په وار وار دا وايي چې ياد ځايي ماشوم جنسي کار لپاره کمپ ته راوړل شوې وه او دی وايي چې دده خبرې حقيقت لري.
.افغان کډوال سره د دوو نورو ملګرو چې په يادې پيښې کې ښکيل ګڼل شوي غوښتي چې يادې پيښې وخت کې چې کامرو کې څه ثبت شوي هغه دې خلکو مخته وښودل شي
