اسټراليا کې ډير کاروبارونه کډوالو ته کار نه ورکوي، د يو کډوال د کار موندنې بريالۍ کيسه

Jahidullah Tokhi sitting at his workplace in Sydney.

Jahidullah Tokhi in Sydney. Credit: SBS / Sandra Fulloon

د استرالیا د کارګمارونکو یوې څیړنې موندلې چې نیمایي یې د کډوالو او پناه غوښتونکو ګمارلو ته لیواله دي، مګر بيا ډیری یې عمل نه کوي.


جاهدالله توخي په ۲۰۲۱ کال کې اسټراليا ته له افغانستان څخه کډوال شوی.

ښاغلی د معلوماتي ټکنالوجۍ متخصص دی او په افغانستان کې يې په لوړو پوسټو کار کړی ولې اسټراليا ته رارسيدو سره ښاغلی د کار موندنې په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ شوی.

ښاغلی توخي اسټراليا ته رسيدو سره خپل مسلک کې د کار په لټه کې شو او بيا ۱۸ مياشتو او ۵۰ څخه ډير رد ځوابونو وروسته يې په يو معتبر شرکت (Woolworths) کې کار پيدا کړ.

د ښاغلي توخي په وينا، اسټراليا کې د ځايي کاري تجربې نه شتون ډير کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

"دا زما لپاره یو څه مایوسه کوونکی وه ځکه چې ما ډیره هڅه وکړه، ما د ډیرو دندو لپاره غوښتنلیک ورکړ او یو څو مرکې مې وکړې چې ډيرې ښې وې، خو ما هیڅکله بیرته له هغوی څخه ندي اوریدلي."

اسټراليا کې کډوالو لپاره يوه بله ستونزو د کورونو پيدا کول دي، ځکه که چيرې مناسبه دنده ونه لوئ نو کور کرايه کول هم ستونزمن ګرځي.

د ښاغلی توخي په وينا، د کار او کور موندل دا دواړه له يو بل سره تړلي دي، دا په اسټرالیا کې د زرګونو کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره یو ډیر عام حالت دی.

د استرالیا د کورنیو مطالعاتو د انسټیټیوټ په وینا، یوازې شپږ سلنه کډوال هیواد ته د رسیدو په شپږو میاشتو کې کار موندلی، دا شمیره دوه کاله وروسته نږدې ۲۵ سلنې ته لوړیږي.

د ۳۵ استرالیايي کارګمارونکو په اړه یوه درې کلنه څیړنه وموندله چې کارګمارونکي لیواله دي چې کډوال او پناه غوښتونکي استخدام کړي، مګر ډیری یې عمل نه کوي. دغه څیړنه، چې د نیت او عمل تر منځ د تشې د ختمولو په نوم یادیږي، د سیډني د سوداګرۍ ښوونځي او د ټولنې د ملاتړ موسسې کریسنټ بنسټ لخوا ترسره شوې.

Jahidullah Tokhi sitting at an office desk with a laptop computer.
Jahidullah Tokhi has struggled to find work in the IT field. Credit: SBS / Sandra Fulloon

پروفیسور Szkudlarek د سیډني په پوهنتون کې د سوداګرۍ ښوونځي د تنوع مدیریت کې تخصص لري او د ملګرو ملتونو د تمدنونو اتحاد مشاور هم دی.

ښاغلی وايي، "کډوال کاري ځواک، مهارتونو، تجربو او زده کړو یوه ټولګه سره دلته اسټراليا ته راځي چې له بده مرغه د استرالیا کارګمارونکي یې په پام کې نه نیسي."

ښاغلي توخي وویل، هیله یې نه درلوده چې په استرالیا کې د یوه کډوال په توګه له دومره ننګونو سره مخ شي.

"دلته زما لپاره هر څه نوي وو. ما ځايي تجربه نه درلوده نو دا ستونزمنه وه چې زما په ساحه کې کار پيدا کړم.

د دوو ماشومانو پلار له کابل پوهنتون څخه د کمپیوټر ساینس په برخه کې لېسانس او د سوداګرۍ په اداره کې ډیپلوم لري. هغه د استرالیا د حکومت په ګډون له پنځو کلونو څخه زیاته کاري تجربه لري.

دا چې ښاغلي توخي څنګه او چا له لارې کار وموند پدې اړه د ښاغلي بشپړه مرکه واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now