ولې د فرشتې مومند وژنې پښتانه مظاهرو ته اړ کړل؟

PTM and family members carrying the dead body of Farishta Momand.

PTM and family members carrying the dead body of Farishta Momand. Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

پاکستان کې د يوې پښتنې انجلۍ پر وژنه پراخ لاريونونه پيل شوي.


د روژې مياشت او پر يادې بې وسې انجلۍ جنسي تيرۍ او بيا د هغې بې رحمې سره وژل پښتانه اړ کړل ترڅو د پاکستان پلازمينه نورو ښارونو کې پراخ اعتراضونه پيل کړي.

ياد اعتراضو تر شا د نورو پښتنو ترمينځ د پښتون ژغورنې مخکښو غړو لاس هم دی.

د لس کلنې فرشتې مومند د وژنې پيښې هغه وخت د نورو پښتنو پام ځانته واړوه کله چې ځايي پوليسو مشر د هغې د قتل رپوټ له ليکلو څخه انکار وکړ.

بله خوا د پاکستان شخصي ټلويزيون ARY  پر پښتون ژغورنې غورځنګ غړو تور پورې کړی چې خپلو ګټو لپاره د يادې انجلۍ وژنې پيښې څخه ګټه پورته کوي.

ياد ټلويزيوني شبکې دا هم ويلي، فرشته مومنده له افغانستان څخه وه.

د پاکستان کورنيو چارو وزارت د يادې پيښې پلټنې امر کړی او د ځايي پوليسو مشر يې له دندې لرې کړی.

نور جزيات زمونږ له همکار اسلام ګل افريدي څخه واورئ.


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now