اسټراليايي توقيف ځايو کې بندو کډوالو لپاره توره ورځ

A group of asylum seekers arrive on Christmas Island

Source: AAP

کډوالو پر وړاندې د اسټراليايي حکومت يو بل سخت ګام.


 

اسټراليا کې د کډوالو مدافعينو او د حکومت مخالف ځيني ګوندونو له هغه وروسته تيره ورځ يې کډوالو لپاره يوه توره ورځ ونوموله کله چې حکومت هغه قانون فسخه کړ د کوم له مخه چې له اسټراليايي کډوالو توقيف ځايو هر يو مانوس او نارو څخه بيمار کډوال درملنې لپاره اسټراليا ته راوستل کيدل.

دا قانون د حکومت خوښې پرته او سترې ماتې وروسته تير کال له پارلمان او سنا مجلسو څخه تصويب شو او د دوو ډاکټرانو موافقې وروسته به کډوال له مانوس او نارو څخه اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل کيدل.

حکومت  له لومړۍ ورځې د ياد قانون خلاف دريځ درلوده او دا يې ويلي ول چې له ياد قانون سره به د اسټراليا ملي امنيت ته ستونزې پيښې شي اوهم به د کډوالو کښتيو له لارې راتګ بيرته پيل شي.

د ياد قانون له پلي کيدو راهيسې په سلګونه کډوال اسټراليا ته درملنې لپاره راوستل شوي او حکومت وايي ډيري له همدې کډوالو دلته اسټراليا کې د بيا د پناه غوښتنه کړې.

د بشر حقونو ډلو د حکومت لخوا د کډوالو حق کې قانون لرې کولو باندې ژوره انديښنه څرګنده کړې.

لا ډير معلومات مو تاسو ته پدې رپوټ کې ځای کړي چې دلته يې اوريدلی شئ.

وريدو ته يې ملتيا مې وکړئ.

 

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now