حفيظ مايار د افغانستان هلمند ولايت، لښکرګاه کې زيږدلی او خپل لومړنۍ زده کړې يې په کابل کې ترسره کړي.
ښاغلی مايار خپل کورنۍ سره يوځای له هلمند څخه کابل کې ميشت شوی او تر ميشتيدو وروسته بيا کورنيو جګړو اړ کړی ترڅو هيواد پريږدې او په هند او هم پاکستان کې کلونو مودې لپاره ژوند وکړي.
پښاغلی مايار په ۲۴ کلنۍ کې د کډوال په توګه اسټراليا ته راغلی او ۱۹۹۵م کال څخه اسټراليا کې ژوند کوي، نوموړي له ميلمه پالنې کار څخه پيل او ترڅنګ يې لوړې زره کړې کړي او خپل ليسانس يې په ټولنيزو علومو کې ترلاسه کړی.
ښاغلي مايار د اسټراليا پوليسو اکاډمی کې هم زده کړو ترسره کولو وروسته وشو کولی چې خپل لومړنی کار له کوينزليند څخه پيل کړ.

Source: Supplied
پوليسو سره ۱۹ کاله کيږي چې دنده ترسره کوي او کاري تجربو او سترو لاسته راوړنو وروسته نوموړی دا مهال د ويکټوريا ايالت يو لوړ پوړی پوليس افسر دی.
د نورو ټولنو ترڅنګ له افغان ټولنې سره له نږدې کار کولو تجربې له مخه نوموړی وايي، "اسټراليا ته راغلي نوې ټولنې چې په هغو کې افغانان هم دي له کورني تاوتريخوالي او هم د ځوانانو لخوا جرمونو ترسره کول هغه عمده ستونزې دي چې پوليس ورسره ښکيل دي."
د ښاغلي په وينا، اسټراليا کې مهاجرې ټولنې له پوليسو سره همکاری ويره لري ولې د ښاغلي په وينا پوليس اسټراليا کې له ټولنې غړو سره جلا او ښې اړيکې لري.
ويکټوريا ايالت کې د پوليسو نوو ستراتيژيو له مخه هڅه کيږي ترڅو نوو راغلو ټولنو سره د پوليسو اړيکې لا ډيرې ټينګې شي او پوليس د ټولنې خلکو ستونزو ته رسيدنه وکړي. پوليس له نورو دولتي ادارو سره نږدې اړيکې لري او ټولنې غړو ستونزو ته رسيدنې په موخه له يادو ادارو سره هم له نږدې کار کوي.
ښاغلی مايار اسټراليا کې ميشتو کورنيو ته پيغام کې وايي، "کورنۍ ځوانانو باندې پام وساتي، هغوی ته حق او آزادي ورکړي ترڅو هغوی خپل مسوليتونه احساس کړي."

Senior Sergeant Mayar after receiving the Bill Horman Victoria Police Community Services Award, 2018. Source: Supplied
""که کورنۍ خپل ځوانان ګوري چې بدو کارونو ته لاس کوي نو پوليسو سره دې اړيکه ونيسي، ځکه پوليس داسې نه کوي چې سمدستي هغوی ونيسي، ولې نورو لارو څخه هغوی ته د کار او يا پوهاوي زمينه برابروي."
له ښاغلي مايار سره مو بشپړه مرکه کړې چې تاسې لا ډير معلومات مرکه کې اوريدلی شئ.



