افغان ژباړونکی او د کورنۍ ۱۶ غړي اسټراليا ته راوستل شول

The last ADF flight out of Afghanistan, 26 August 2021.

The last ADF flight out of Afghanistan, 26 August 2021. Source: Australian Defence Force

د افغانستان پخواني حکومت ړنګيدو وروسته د اسټراليا په ګډون د نړۍ ګڼ شمير هيوادونو په زرګونو افغانانو ته پناه ورکړه او دا لړۍ لا اوس هم روانه ده.


افغانستان کې د اسټراليا پوځي او ديپلوماتيک ماموريت ختميدو وروسته په ياد هيواد کې بند پاتې سلګونه افغان کار کوونکي ويستل شوي او اسټراليا کې ميشت شوي.

د اسټراليا حکومت د طالبانو واکمنۍ وروسته اعلان وکړ چې له افغانستان څخه خپل افغان کار کوونکو ويستلو ته لومړيتوب ورکوي.

د اسټراليا حکومت د افغان کارکوونکو نږدې ۱۶۰۰ غوښتنليکونه پروسس کړي او هغوی او کورنيو غړو ته يې ويزې ورکړي.

يوازې اګيست مياشت وروستيو څخه ۶۸۰ افغان ژباړونکو او کورنيو غړو ته د اسټراليا ويزې ورکړل شوي.

سميع الله عمري له اسټراليايي ځواکونو سره يې دوه کاله د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړی او د طالبانو واکمنۍ وروسته نوموړي وشو کولی چې له خپل کورنۍ ۱۶ غړو سره اسټراليا ته راشي.

د ښاغلي عمري په وينا، له افغانستان څخه وتلو شرايط ډير سخت ول او ډيري کسان نورو هيوادونو ته يوازې د ځان کاليو سره رسيدلي.

اسټراليا کې نوو راغلو افغان کډوالو ته بيلابيل خدمونه وړاندې کيږي ترڅو دوی په اسانۍ سره خپل ژوند پيل کړي.

د ښاغلي عمري په وينا، اسټراليا کې له فرصتونو سره بيا هم د کورنۍ ۱۶غړو بشپړ مسوليت اخيستل يو ستر کار دی، ولی خپل راتلونکې لپاره ډيرې هيلي لري.

تاسې د ښاغلي عمري بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.

 


شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now