لياقت خان په افغانستان کې له اسټراليايي ځواکونو سره کلتوري او هم ژبنيز مشاور په دوګه دنده ترسره کړې.
نوموړی له اسټراليايي ځواکونو سره تر ۵ کاله کار کولو وروسته په ۲۰۱۴ کال کې اسټراليا ته راغی.
ښاغلي لوړې زده کړې په اسټراليا کې وکړی او اوس غواړي سياست ډګر ته راشي او ځان يې ځايي ټاکنو ته نوماند کړی.
له اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکه کې ښاغلي وويل، افغانستان کې يې دنده يوازې دا نه وه چې ژباړه وکړي بلکې د افغانستان ملي پوځ روزنې او هم نورو زده کړو پروګرامونه پر مخ وړل.
لياقت خان چې څو وارې د طالبانو له بريد څخه روغ وتلی اوس اسټراليا کې له خپل ژوند څخه خوښ او غواړي سياسي ډګر کې خپل ځای پيدا کړي.
د اسټراليا ملبورن ښار کې ځايي ټاکنې راتلونکې مياشت (اوکتوبر) کې ترسره کيږي ولې د کرونا ويروس محدوديتونو له امله دا ځل ټاکنې پوست له لارې ترسره کيږي، معنی داچې راِی پاڼې خلکو ته کورونو ته پوسټ له لارې استول کيږي ترڅو دوی بيرته پوست له لارې خپل خوښې نوماند ته رای ورکړي.
د لياقت خان په وينا، ځايي ټاکنو ته نوماند کيدل نورو ځوانانو ته هم لار هواروي ترڅو په اسټراليايي ټولنه کې فعال او سياست له مخه خپلو خلکو او ټولنې ته خدمت وکړي.
ښاغلی دا مهال ملبورن ښار کې د ځوانانو ټولنې سکرتر او هم د يو شخصي کمپنۍ مالک دی.
تاسې د ښاغلي بشپړه مرکه دلته اوريدلی شئ.