مشرانو جرګه: کابل کې د هوا ککړتيا له انتحاري حملو ډير کسان وژني

Kabul, Afghanistan

Kabul, Afghanistan Source: Fardin Waezi, UNAMA

په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د مشرانو جرګې تند غبرګون راپارولی د دغې جرګې یو شمير غړي وایی په کابل ښار کې د ککړې هوا له امله د خلکو مړینه په انتحاري حملو کې د وژل شویو کسانو تر شميرو پورته ګڼي او په ‌دې برخه کې اړوند مسؤلین په کم‌ کارۍ او بې ‌پامۍ تورنوي. د مشرانو جرګې د غړو په خبره د خښتو په بټيو، حمامونو او په یو شمير کورونو کې د ډېرو دود لرونکو موادو سوځول او په کابل ښار کې د نفوسو ډېروالی د کابل ښار د هوا د ککړتیا مهم لاملونه دي. دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت، د کابل ښار د ککړې هوا د خرابيدو په اړه خبرداری ورکړی و او ویلي یې و چې له دې امله به په روغتونونو کې د ناروغانو شمير زیات شي. تفصیل له ناجیې ساپۍ اورۍ.



شریکول

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Watch now