په داسې حال کې چې د ایران، امریکا او اسراییلو ترمنځ شخړه ورځ تر بلې پراخیږي، د اقتصادي چارو یو شمېر افغان کارپوهان پر افغانستان د دغې جګړې د احتمالي اغېزو په اړه اندېښنه څرګندوي.
د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، که له امریکا او اسراییلو سره د ایران روانه جګړه اوږده شي، دا به د کابل او تهران ترمنځ پر سوداګریزو تبادلو ناوړه اغیز ولري.
اقتصادی کارپوهان وايي، ایران د افغانستان یو مهم اقتصادي شریک دی او په دغه هېواد کې هر ډول نظامي بې ثباتي به د دواړو هېوادونو پر اقتصادي اړیکو ناوړه اغېز ولري.
مهرباني وکړئ په دې لا ډېر معلومات په رپوټ کې واورئ.
زموږ د فېسبوک پاڼې له لارې د مرکو او راپورونه اورېدولو ته دوام ورکړئ.
د آسټرالیا د تازه خبرونو او په زړه پورو موضوعاتو لپاره همدا اوس زموږ ویب پاڼې ته ولاړ شئ.
که چېرې غواړئ په انګلیسي ژبه زموږ خپرې شوې مقالې ولولئ، مهرباني وکړئ دلته کلیک کړئ.
د اس بي اس پښتو خپرونه دلته زمونږ پر ویب پاڼه یا هم د اس بي اس پر اپلیکیشن واورئ. تاسو کولای شئ د اس بي اس اپلیکیشن په وړیا توګه له اپل سټور یا ګوګل پلې څخه ترلاسه کړئ.





