نوې څيړنه: اسټراليا اقتصاد لپاره د مهاجرو راتګ ګټور دی
Public Domain Source: Public Domain
اسټراليا کې د ګټورتوب کميسيون د اسټراليا فدرالي حکومت په غوښتنه يوه څيړنه کړې چې دا معلومه کړي آيا د اسټراليا اقتصاد لپاره د مهاجرو راتګ ګټور دی او که نه؟يادې ادارې خپلې څيړنې موندنو کې ښودلې چې اسټراليا ته د مهاجرو راتګ ګټور دی ولې اسټراليايايي حکومت دې د مهاجرو او د هغوی د کورنيو د غړو راتګ ځينو ويزو کې دې بدلون راوړي.يادې څيړنې کې دا هم ويل شوي چې ډير له کاروبارونو څخه مهاجرو ته په اسانۍ کار نه ورکوي چې دا سليقوي چلند هم بايد ودرول شي.يادې څيړنې موندنو په اړه مو تاسو ته رپوټ چمتو کړئ چې دلته يې اوريدلی شئ
شریکول



