کرونا ويروس دا مهال ټوله نړۍ له ستر ناورين سره مخ کړې او وخت تيريدو سره ياد ويروس بڼه هم بدلوي چې د چارواکو په وينا دا حالت د انديښنې وړ دی. دا مهال د کرونا ويروس يوه نوې بڼه په انګلستان کې موندل شوې کوم چې د همدې ويروس پخواني بڼې پر پرتله ۷۰ سلنه ډير ساري ده.
د کرونا وبا پيل راهيسې بيلابيلو هيوادونو د ياد ويروس شکل او فعاليت بدليدو خبر ورکړی ولې وروستی هيواد انګستان دی چيرې چې د ياد ويروس يو خطرناکه ډول انګلستان هيواد دا مهال له سخت حالت څخه تيريږي ځکه شاوخوا ۶۰ سلنه نوې پيښې د کرونا ويروس نوې بڼې څخه رامينځته کيږي.
د نړۍ ډيرو هيوادونو له انګلستان څخه د مسافرو پر راتګ بنديز لګولی.
د کرونا ويروس اصل کې ډير يو ساري ويروس دی ولې انګلستان کې نوې بڼه يې يې بيا ۷۰ سلنه ډير ساري دی چې همدا وجه ده ياد هيواد کې د ريکارډ په کچه نوې پيښې ثبت کيږي.
دا چې ساينس پوهان د ياد ويروس په اړه څه وايي او آيا نوی واکسين به د کرونا ويروس نوې بڼې مخنيوي لپاره ګټور وي.
دا او نور په رپوټ کې واورئ.




