SKIP TO MAIN CONTENT

د پاکستان حکومت لږکيو ته کميسيون جوړ کړی ولې ټول پکې برخه نه لري

NMC Pakistan
Source: Islam Gul Afridi, SBS Pashto

پاکستان کې ځيني مذهبي ډلې چې ځانونو ته مسلمانان هم وايي له پاکستان حکومت څخه غواړي ترڅو لږکيو کميسيون کې دې ورته برخه ورکړل شي.


خپور شوی په

By Islam Gul Afridi

سرچینه: SBS


Skip to podcast episode content

پاکستان کې ځيني مذهبي ډلې چې ځانونو ته مسلمانان هم وايي له پاکستان حکومت څخه غواړي ترڅو لږکيو کميسيون کې دې ورته برخه ورکړل شي.


د ۲۰۱۴ کال جون مياشت کې د پاکستان پارلمان د حکومت وړانديز سره سم د لږکيو يو کميسيون جوړيدو پريکړه وکړه.

پاکستان کې د غير مسلمانانو ټولنې وايي، د ياد کميسيون جوړيدو سره تر اوسه داسې عملي کارونه ندي ترسره شوي کوم چې د هغوی ستونزو ته رسيدنه وشي.

د پاکستان کابيني قايدانيان، احمديان او بهايي مذهبو ته د لږکيو کميسيون کې برخه نده ورکړې ولې بله خوا د يادو مذاهبو او يا ډلو مشران وايي، دوی هم لږکيو کې شميرل کيږي او بايد ورته ياد کميسيون کې ځای ورکړل شي.

پاکستان کې د بهايي مذهب پلويان وايي، د اساسي قانون له مخه ددوی مذهب منل شوې دی ولې نوي کميسيون کې دوی ته برخه نده ورکړل شوې. 

د پاکستان حکومت کوښښ کوي ترڅو د لږکيو ستونزو ته رسيدنه وکړي، ولې بله خوا همدا ډله کسان بيا حکومت په بې غوری تورنوي.

پيښور کې زمونږ همکار اسلام ګل افريدي د لږکيو له استازو سره خبرې کړي چې تاسې دا ټول پدې رپوټ کې اوريدلی شئ.

 


Latest podcast episodes

Follow SBS Pashto

Download our apps

Watch on SBS

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service

Stream now