د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين له اس بي اس پښتو خپرونې سره په تازه مرکه کې د پاکستاني پوځ هغه ادعاوې رد کړي کوم چې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر وړاندې يې کړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي ورځ تر بلې په ډيريدو دي او دا تاريخي خوزښت له تمې ډير د پښتنو ملاتړ خپل کړی.
اس بي اس پښتو خپرونې سره په ځانګرې مرکه کې منظور پشتين وويل چې ددوی غوښتنې نه دي بدلې شوي ولې ددې اړتيا شته چې بدلې شي.
د ياد غورځنګ اساسي غوښتنې د بې درکه پښتنو موندل او عدالت ته وړاندې کول دي، بل داچې هغه پښتانه کوم چې هدفي وژل شوي د هغو پلټنې لپاره دې يو خپلواک حقيقت موندنې کميسيون جوړ شي چې دا معلومه کړي چې دا وژنې چا کړي او ولې يې کړي او د حقيقت موندلو وروسته بايد پخلاينه وشي او بل له قبايلو سيمو څخه ماينونو لرې کول او د قبايلو خلکو پر وړاندې زور زياتی او ظلم پای ته رسول دي.
د منظور پشتين په وينا زمونږ اساسي غوښتنو جزياتو شريکولو وروسته مونږ د پي ټي ايم د مخالفينو له تورونو سره مخ کيږو حال داچې مونږ يواځې د خپلو غوښتنو په جلسو کې جزيات مطرح کړي.

د هغې پوښتنې په ځواب کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ نيوکې ډيره کې پر پاکستاني پوځ دي او پر طالبانو يا دايش ډلې ندي کومو چې د پښتنو وژنه کې يې هم لاس لرلې منظور پشتين وويل:
" زمونږ هدف ددوی اصل ځای دی او له کوم ځای څخه چې دی پيدا کيږي او له کوم ځای څخه چې دوی ته کمک کيږي، که دا پاليسي پوځ بدله کړي ځکه دا د پوځ په لاس کې ده، بيا به نه څوک طالب وي نه به پوځ وژنې او نه به څوک بمباري کوي، کوم خلک چې پاليسي ساز خلک دي مونږ هغوی ټارګيټ کوو."
د پاکستان پوځ وياند د تيرې ورځې خبرې غونډه کې پر پښتنو ژغورنې غورځنګ ځيني نيوکې وکړې او دا يې تور پورې کړ چې ګواکې د ياد غورځنګ شاته بهرنۍ کړی لاس لري.
منظور پشتين له اس بي اس پښتو خپرونې سره ځانګړې مرکه کې ددې تور په ځواب کې وويل:
" پوځ دروغ وايي او دا رسنيز کنفرانس نه وي بلکې د دروغو بوجې خلاصوي، مونږ ورته وويل چې ورک شوي خلک عدالت ته ورکړه، دوی دې مونږ ته وښايي چې څو ورک شوي کسان يې عدالت ته ورکړي، مونږ ورته ويلي ول چې ايکسټرا جوديشل کيلينګ (هدفي وژنو) لپاره دې کميسيون جوړ کړي، چې ندی جوړ کړی او مونږ ورته ويلي چې ماينونه صفا کړه چې دا کار يې هم ندی کړی، دوی څه شی منلي دا دې راته وښايي؟ "
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او ملاتړي له بيلابيلو ننګونو سره مخ دي او ملاتړي يې د امنيتي ځواکونو لخوا نيول کيږي او هم ربړول کيږي، ولې ددې ټولو تر څنګ بيا هم د پښتون ژغورنې غورځنګ فعاليت دوام لري او بيلابيلو ښارونو کې ناستې کوي.
منظور پشتين له اس بي اس پښتو خپرونې سره په ځانګړې مرکې کې ويلي ددوی د غورځنګ مينځ کې پر هيڅ مسلې اختلاف نشته او دوی به د خپل سر په قيمت خپلو مبارزو ته دوام ورکوي.
له منظور احمد پشتين سره د اس بي اس پښتو خپرونې بشپړه ځانګړې مرکه او لا ديرې نوې خبرې دلته واورئ.






