محمد نبي عيسی خيل په خپل نوم د کريکټ نړيواله اکاډمي پرانيستله

Opening Ceremony of Nabi International Cricket Academy

Opening Ceremony of Nabi International Cricket Academy Source: Nai Cricket Academy

.لدې وروسته افغان کريکټ لوبغاړي اسټراليا کې روزنه ترلاسه کولی شي


د افغانستان د کريکټ ملي لوبډلې لوبغاړی او نړيوال شهرت لرونکي محمد نبي عيسی خيل د اسټراليا ملبورن ښار کې خپل په نوم د کريکټ نړيواله اکاډمي پرانيستله.

اس بي اس پښتو خپرونې سره مرکې دوران کې ښاغلي نبي وويل چې د يادې اکاډمۍ پرانيستې مقصد د افغانستان او اسټراليا ترمينځ د تکړه لوبغاړو تبادله او افغاني لوبغاړو ته اسټراليا کې د روزنې زمينه برابرول دي.
Mohammad Nabi
Source: SBS Pashto
د نبي کريکټ اکاډمۍ مشري اسټراليا کې ميشت رومان سادات پر مخ وړي او د ښاغلي سادات په وينا نبي کريکټ اکاډمي به په نړيوال او لوړ معيار سره اسټراليا او افغانستان کې د کريکټ مينه والو ته روزنه ورکړي.

 د نبي د کريکټ نړيوالې اکاډمۍ پرانيسې مراسو کې اسټراليا کې د افغانستان سفير ښاغلي وحيدالله ويسي هم ګډون کړی وه او خپلې وينا کې يې دا افغانانو او ټوله کې اسټراليايايي ټولنې لپاره يو ښه ګام وباله.

نړيوالو کريکټ شل اوريزو اتلوليو ته د افغانستان لار موندلو او د افغانستان دريو وتلو لوبغاړو اسټراليا کې لوبيدو په اړه ښاغلي نبي وويل چې دا افغانستان لپاره يو ښه خبر دی او داچې اسټراليا به د راتلونکې اتلولۍ کوربه وي نو افغان لوبغاړي له اسټراليا څخه ډيره تجربه له ځانسره وړلی شئ او هم بيرته د اسټراليا په کوربه توب به شل اوريزو نړيوالو سياليو کې افغان لوبغاړي ښه وځليږي.
Nabi Academy
Source: Nabi ICA
پدې رپوټ کې به تاسې د افغانستان ملي کريکټ لوبغاړي محمد نبي عيسی خيل او هم د نبي کريکټ اکاډمۍ د مشر ښاغلي رومان سادات خبرې اورئ.
Interview with Sayed Roman Sadat
Interview with Sayed Roman Sadat Source: SBS Pashto


 


شریکول
Follow SBS Pashto

Download our apps
SBS Audio
SBS On Demand

Listen to our podcasts
Independent news and stories connecting you to life in Australia and Pashto-speaking Australians.
Ease into the English language and Australian culture. We make learning English convenient, fun and practical.
Get the latest with our exclusive in-language podcasts on your favourite podcast apps.

Watch on SBS
SBS World News

SBS World News

Take a global view with Australia's most comprehensive world news service
محمد نبي عيسی خيل په خپل نوم د کريکټ نړيواله اکاډمي پرانيستله | SBS Pashto